د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۵۱

په نورستان کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ داعشیان وژل شوي


د نورستان چارواکي وايي، په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، برید تېره شپه د وایګل په دره کې د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکې کړی.

د نورستان د والي په وینا، په برید کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې درې وسله‌وال وژل شوي او ولسي وګړو ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

تر اوسه پورې داعش وسله‌والې ډلې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG