د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۴۴

ټرمپ به له سلطان نظربايف سره د افغانستان پر وضعيت وغږېږي


د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به د قزاقستان له ولسمشر نور سلطان نظربايف سره سبا د افغانستان پر وضعيت، د سيمې پر امن، اقتصادي مسايلو او دوه اړخیزو اړيکو خبرې وکړي.

سپينه ماڼۍ وايي، دواړه مشران به د افغانستان په ګډون پر ګڼو نړيوالو چلېنجونو هم بحث وکړي.

قزاقستان روانه مياشت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دوره‌يي مشري پر غاړه لري.

تمه کېږي، د قزاقستان له‎خوا د امنيت شورا د مشرۍ پر مهال د افغانستان موضوع د اجنډا په سر کې وي.

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفير خيرات عمروف د نوي کال په اوله ورځ د دې شورا مياشتنۍ مشري واخیستله.

هغه د پنجشنبې په ورځ ويلي و چې د امنيت شورا غړي افغانستان ته پر سفر غور کوي چې د دې جګړه ځپلي هېواد ليدلورى او اړتياوې ښه درک کړي.

د قزاقستان دولتي اژانس قازينفورم راپور ورکړى چې ټرمپ او نظربايف به له روسيې سره پر اړيکو، په سوريه کې پر جګړه او تجارتي مسايلو هم په خپلو کې بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG