د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

سرخط: کابل ته د امنیت شورا د پلاوي سفر له بېلابېلو اړخونو د اهمیت وړ دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د سفر په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، کابل ته د امنیت شورا د پلاوي سفر له بېلابېلو اړخونو د اهمیت وړ دی او کېدای شي د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت په ګټه تمام شي.

ورځپاڼې لیکلي:

د ملي وحدت حکومت مشران ورسره په لیدو کاتو بوخت دي او ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې مشران هم ورسره وګوري.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د لیدنو کتنو نتایج تر اوسه نه‎دي روښانه، خو دولت کولای شي د یاد پلاوي له سفره د هېواد د راتلونکي او ملي ګټو په نفع ښه استفاده وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼې لیکلي، دغه پلاوی د افغانستان د اوسني وضعیت د ارزولو لپاره دغه هېواد ته راغلی چې اړینه ده له حقیقي وضعیته خبر کړل شي.

نو د ورځپاڼې په باور یاد پلاوی باید له داسې کسانو سره وګوري چې د افغانستان له روان وضعیت نه دقیق او بې‌پرې معلومات ورته وړاندې کړي.

ورځپاڼې په خپل تحلیل کې د افغانستان د ناامنۍ او په بېلابېلو برخو کې د اوسني ناسم وضعیت اصلي لامل ګاونډی هېواد پاکستان ګنلی ویلي، په‌کار ده چې په دغه هېواد د فشارونو په اړه هم خبرې وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

د هېواد سرمقاله لیکونکی لیکلي، دا سفر افغانستان سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملاتړ نښه ده.

ورځپاڼې لیکلي، دا چې افغانستان په بد وضعیت کې دی، سوله‎ییزې هلې ځلې یې د دښمنو هېوادونو له‌خوا نابودېږي او د تپل شوې جګړې او لاس‎وهنو له امله افغانان په لوړه کچه ځاني او مالي تاوانونه ګالي او دغه‌شان په لوی لاس د افغانانو د پرمختګ دسیسې روانې دي، نو باید په ژوره توګه د ناخوالو ارزونه وشي او دغه پلاوی ورته د پای ټکی کېږدي.

  • ویسا

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې افغانستان ته د یاد پلاوي سفر تبلیغاتي غوغا او تشریفاتي مانور بللی لیکي، دا سفر ظاهراً په دې معنی دی چې ګواکې نړیواله ټولنه د افغان ولس له برخلیک سره خواخوږي لري.

ویسا په دې تړاو پر رسنیو هم انتفاد کړی لیکلي، اکثره رسنۍ له دغه سفره یوه کاذبه فضا جوړوي.

ویسا تور پورې کړی چې دغه رسنۍ نېغ په نېغه د بهرنیو هېوادونو یا د خپلواکو رسنیو په نوم په افغانستان کې د دوی د سفارتونو له‎خوا تمویلېږي.

XS
SM
MD
LG