د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۳۴

د "م.م" امنیت شورا افغانستان ته د یوه پلاوي استول څېړي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د یوه پلاوي د استولو په اړه څېړنه کوي.

د امنیت شورا رئیس وايي، له افغانانو سره د خواخوږۍ ښودل او له چارواکو سره لیده کاته د دې سفر هدفونه دي.

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر خیرات عمروف چې هېواد یې اوس‎مهال د امنیت شورا مشري کوي، پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د دې شورا پلاوی غواړي د افغانستان وضعیت له نژدې وګوري.

ښاغلي عمروف زیاته کړه، د امنیت شورا غړي په تېرو اوو کلونو کې افغانستان ته نه‎دي تللي او دا سفر به دوی ته دا امکان برابر کړي چې د خلکو اړتیاوې درک کړي.

عمروف هیله څرګنده کړه چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د یوې غونډې مشري وکړي، خو نوموړي د دې غونډې او افغانستان ته د امنیت شورا د پلاوي د سفر د نېټې په اړه څه ونه ویل.

خیرات عمروف همدا راز وویل، د امنیت شورا غړو موافقه کړې چې په افغانستان کې د امنیت او پرمختګ ترمنځ د اړیکو ټینګولو لپاره یوې هر اړخېزو تګ‎لارې ته اړتیا لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG