د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۵۹

جرمني تأیید کړه چې د ایران سفیر علي ماجدي یې احضار کړی و


جرمني پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» تأیید کړه چې په دې هېواد کې يې د ایران سفیر علي ماجدي د تېرې ډسمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه احضار کړی و.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي د ایران سفیر ته‌يې خبرداری ورکړی چې د هغو افرادو او ډلو په اړه جاسوسي چې له اسرائیل سره نږدې اړیکې لري، د جرمني له قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

یوه جرمني چارواکي ویلي، د ایران سفیر ته‌يې په ډاکه کړې چې د دې هېواد پر خاوره دا ډول فعالیتونه په هېڅ صورت کې د زغمولو نه‌دي.

دا موضوع وروسته تر هغې افشا شوه چې په تېر مارچ میاشت کې یوه پاکستاني سړي د ایران سپاه پاسداران ته د جاسوسۍ په تور په څلور کاله بند محکوم شو او وروسته‌يې بیا د استېناف غوښتنه هم رد شوه.

مصطفی حیدر سید نقفي د جرمني او اسرائیل د دوستۍ د ټولنې د مشر د فعالیتونو په اړه د جاسوسۍ په قضیه کې د جرمني د اساسي قانون د محکمې له‌خوا مجرم پېژندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG