د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

څېړنه: افغانستان کې د بیارغونې په یوه پروګرام کې سلګونه میلیونه ډالره ضایع شوي


یو تازه څېړنه وايي، په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت د بیارغونې د یو پروګرام په ترڅ کې سلګونه میلیونه ډالره ضایع شوي دي.

د «کاروبار او ثبات د عملیاتو د مأموریت» په نوم دا پروګرام د ۲۰۱۰ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د امریکا د دفاع وزارت په چوکاټ کې پر مخ بیول کېده چې هدف‌یې په افغانستان کې له پوځي عملیاتو سره هم‎مهاله اقتصادي او انکشافي وده وه چې د امریکا کانګرس ورته ۸۲۳ میلیونه ډالر منلي وو.

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش جان سوپکو دفتر په یوه تازه راپور کې ویلي، له دې پيسو څخه ۶۷۵ میلیونه ډالر په داسې پروژو لګول شوي چې ډېرې یې د امنیتي اندېښنو، خرابو طرحو او نورو ستوتزو له کبله نیمګړې پرېښودل شوي.

سیګار وايي، دا څېړنه‌یې د کانګرس د عدلي کمېټې د مشر چارلس ای ګارسلي او کیلي ایوټ چې هغه مهال سناتور و، په غوښتنه کړې.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش دفتر، د امریکا د دفاع وزارت «د کاروبار او ثبات د عملیاتو پروګرام» په اړه څېړنه کې دا هم موندلې ده چې د دې پروګرام لپاره د لګول شویو پیسو نیمايي ۳۹۵ میلیونه ډالره، په مستقیمه توګه په پراختیايي پروژو نه‎دي لګول شوي، بلکې په غیر مستقیمو او د ملاتړ په چارو لګول شوي.

سیګار په خپل راپور کې زیاته کړې، د دې څلور کلن پروګرام په ترڅ کې د هغو ۳۱۶ میلیونه ډالرو څخه چې په مستیقمه توګه په افغانستان کې د بیارغونې د پروژو پر قراردادونو لګېدلي، یوازې ۲۲ فیصده‌یې چې ۷۰ میلیونه ډالر کېږي، پر داسې پروژو لګول شوي چې په بشپړه توګه پر معیارونو برابرې او سپارنې ته چمتو وې.

پاتې څه باندې ۲۴۶ میلیونه ډالر یې چې په مستقیمه توګه د لګول شویو پیسو په ۱۰۰ کې ۷۸ برخه جوړوي، پر داسې پروژو لګول شوي چې یا نیمګړې او یا هم په بشپړه توګه کارولو ته چمتو نه‎وې.

سیګار زیاتوي «د کاروبار او ثبات د عملیاتو مأموریت» په نوم د دې پروګرام له ۸۹ قراردادونو څخه‌یې ۴۳ څېړلي او ورته څرګنده شوې چې د دې قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره کم رقابت شوی.

همدارنګه له ۴۳ څېړل شویو قررادادونو څخه د شااوخوا ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷ قرارداونه‌یې هغه شرکتونو ته ورکړل شوي چې د امریکا د دفاع د وزارت «د کاروبار او ثبات د عملیاتو مأموریت» د همدې پروګرام پخواني کارکوونکي یې مشران وو.

سیګار په خپل دې راپور کې وړاندې ویلي چې د امریکا د دفاع وزارت ونه‎کړای شول چې داسې باوري معلومات ورته وړاندې کړي، څو ترې څرګنده شي چې د کاروبار او ثبات د عملیاتو دې مأموریت‌یې څومره خلکو ته کارونه پیدا کړي؟

یا یې افغانستان کې څومره بهرنۍ پانګونې ته اسانتیا رامنځ‎ته کړې؟ دغلته‌یې صادارت زیات کړي او یا یې هم د افغان حکومت عواید زیات کړي وي.

په څېړنه کې موندل شوي چې په افغانستان کې «د کاروبار او ثبات د عملیاتو مأموریت» په نوم د دې پروګرام تنظیموونکو د پروژو د سم تطبیق لپاره پوره وخت، ځايي متخصصان او هغه بهرنی ملاتړ چې ورته اړتیا وه، نه‌درلودل.

همدارنګه د څېړنې په وینا دوی د بیارغونې د پروژو په عملي کولو کې غیر واقعي تمې لرلې او په افغانستان کې د سیاست، کلتور، اقلیم او امنیت په شمول شرایط‌یې د پروژو په عملي کولو کې په سمه توګه په پام کې نه‌نیول چې تر ډېره د پیسو د ضایع کېدو سبب شوي دي.

سیګار په دې راپور کې زیاته کړې چې له دې کبله چې قراردادیانو سره په شویو قرادادونو کې معیارونه په سمه توګه نه‌وو مشخص شوي، د دې پروګرام چارواکي ډېر کله له دې عاجز و چې د عملي شویو پروژو د خراب کیفیت له کبله قرادادیان حساب کتاب ته راکاږي.

سیګار په خپل دې راپور کې زیاته کړې «په افغانستان کې د کاروبار او ثبات د پروګرام» چلوونکو سره له دې چې د دې پروګرام د پای ته رسېدو پر مهال‌یې ډېرې پروژې نیمګړې پاتې وې، کانګرس ته وویل چې پروژې یې بشپړې دي او په دې توګه له دوی پاتې شوې پروژې په افغانستان کې د بیارغونې نورو ادارو ته هم ونه‌سپارل شوې، څو بالاخره تکمیل شي.

د دې پروګرام په اړه د سیګار وروستی راپور د هغو افغانانو انتقادونه تأییدوي چې وايي، په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې میلیاردونه ډالر مرستې څه کورنیو او څه هم بهرنیو ادارو ضایع کړي او د افغانستان لپاره‌یې په عملي ډګر کې ډېره کمه برخه لګول شوې.

XS
SM
MD
LG