د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۱۴

چارواکي: د پاکستاني توپونو د لګېدو له امله په کونړ کې یو تن وژل شوی


د کونړ ولایت چارواکي وايي چې د پاکستان د پوځ له‌خوا پر سرکاڼو ولسوالۍ کې د توپونو ډزو یو تن وژلی او څو نور یې ټپیان کړي دي.

د سرکاڼو ولسوال محمد حنیف خیرخواه ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ پرون دوشنبه د ډیورند کرښې له پورې غاړې د شونکړۍ پر دره د توپونو شپږ ګولۍ وویشتې چې په نتیجه کې یې یو کلیوال وژل شوی او ۸ تنه ټپیان دي.

چارواکي وايي چې د پاکستان پوځ سږ کال د کونړ پر اړوندو سیمو د توپ نږدې ۵۰۰۰ مرمۍ ویشتلې دي چې خلکو ته‌یې مالي او ځاني زیانونه اړولي او سلګونه کسان‌یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG