د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۷

د نیويارک په منهاټن کې د ټرمپ ټاور په هوټل کې اور ۲ تنه ټپیان کړي


د نیويارک په منهاټن ښار کې د دوشنبې په ورځ د ټرمپ ټاور هوټل په پاسني منزل کې اور ولګېد.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ده کورنۍ په نیويارک کې دغه منزل د خپل شخصي استوګنځای په توګه کاروي.

له هوا اخيستل شوي وېډيوګانې د اور وژنې عمله د ودانۍ پر بام ښکاروي او د ودانۍ له يوې خوا کړکيو دود پورته کېږي.

د نیويارک د اور وژنې ادارې د معلوماتو له مخې، د امریکا پر وخت سهار ورته د اور راپور ورغلی چې په نتيجه کې يې دوه کسان ټپيان شوي او د یوه حالت ښه نه‌دی.

دغې ادارې ويلي چې اور له برښنا ولګېد او ډېر ژر تر کنټرول لاندې کړای شو.

ولسمشر ټرمپ هغه مهال په واشنګټن کې و.

XS
SM
MD
LG