د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۱۰

هرات کې به د ممیز جوړولو ۹۷ خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي


په پام کې ده چې ډېر ژر به په هرات کې د ممیز جوړولو ۹۷ خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالصبور رحماني نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، دغه خونې د یاد ولایت په انجیل، ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې جوړېږي چې هر یوه‌یې د ۱۰ ټنه انګور د ساتلو ظرفیت لري.

ښاغلی رحمانی وایي، د دغو خونو په جوړېدو سره به په یاد ولایت کې د ممیزو تولیدات په معیاري ډول زیات شي.

د دغو ممیز خونو د جوړولو مجموعي لګښت نږدې ۴۳ میلیونه افغانۍ دی چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ پروژې له‎خوا ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG