د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۷

جمشیدزاده: سږ کال د غالیو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی


په کابل کې د افغاني غالیو د صادرونکو ټولنه وايي، سږ کال د غالیو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ټولنې رئیس قربان علي جمشیدزاده نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، په ۱۳۹۶ کال کې د څه باندې ۱۶۰ زره ډالرو په ارزښت ۴۸۰ متر مربع غالۍ بهر ته صادر شوي دي.

جمشیدزاده وايي، ۶۳ سلنه دغه صادرات امریکا او ۲۵ سلنه کاناډا ته وو.

د نوموړي په خبره، یوازې په تېره یو میاشت کې د «USAID» یا د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په همکارۍ د ۴۸ زره ډالرو په ارزښت په سلګونه متره مربع غالۍ د امریکا لاس انجلس او نیویارک ښارونو ته صادر شوي دي.

د یادونې وړ ده چې افغاني غالۍ د ښکلا او ښه کیفیت له امله ډېر خوښوونکي لري.

XS
SM
MD
LG