د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۱۳

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون چين ته خپل اول رسمي سفر پيل کړى


د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون چين ته خپل اول رسمي سفر پيل کړى دى.

هلته به د ده خبرې ښايي پر تجارت، نړيوالو شخړو او اقليمي بدلون متمرکزې وي.

د فرانسوي رسنيو په حواله، مکرون او مېرمن‌يې بریژیت مکرون دغه سفر نن د چين له شمالي ښار "شي آن" څخه پيل کړ.

دواړه به نن ناوخته د چين پلازمېنې پيکېنګ ته لاړ شي، هلته به د چين له ولسمشر شي جېن پېنګ او د هغه له مېرمنې سره په خصوصي ډول د ماښام ډوډۍ وخوري.

تر دې سفر مخکې د فرانسې ولسمشر مکرون په شمالي کوريا او ايران کې د روانو بحرانونو په اړه د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ټیليفوني خبرې وکړې.

ښايي پر دغو بحرانونو ښاغلى مکرون له خپل چينايي سيال سره هم بحث وکړي.

چين د شمالي کوريا عمده متحد هېواد ګڼل کېږي.

ګڼو غربي هېوادونو له پيکېنګ څخه غوښتنه کړې پر پيونګ يانګ فشار راولي چې د بالیسټيک مېزايلو او اټمي وسلو له ازموينو لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو په پرېکړه‌ليکونو کې د دغو وسلو پروګرامونه منع شوي دي.

XS
SM
MD
LG