د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۲۷

سپینه ماڼۍ: روسيې د مکسيکو انتخاباتو کې د نفوذ لپاره کمپاين پيل کړى


د سپينې ماڼۍ يو عالي رتبه چارواکى وايي، روسيې د مکسيکو د ٢٠١٨ میلادي کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د نفوذ لپاره يو پېچلى کمپاين پيل کړى دى.

دا خبره په هغه وېډيو کې شوې چې د مکسيکو يوې ورځپاڼې ترلاسه کړې ده.

ريفورما ورځپاڼې پرون راپور ورکړى، دا خبرې په هغه وېډيويي کلېپ کې شوي چې د امريکا د ملي امنيت د سلاکار "اېچ. ار مک‎مسټر"د وينا په اړه ده.

د ډسمبر پر ١٥مه ښاغلي مک‎مسټر د واشنګټن په جېمز ټاون بنسټ کې د وينا پر مهال ويلي، داسې شواهد شته چې روسيه هڅه کوي د مکسيکو د جولاى مياشتې په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار د مکسيکو د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې د روسيې د احتمالي لاسوهنې د بڼې په اړه مشخصاً څه نه‎دي ويلي.

که څه هم د دې موضوع په اړه له کرملېن څخه د نظر څرګندولو غوښتنه شوې وه، خو کرملېن د تبصرې غوښتنې ته تر اوسه کوم ځواب نه‎دى ويلى.

XS
SM
MD
LG