د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۴

په مديترانې سمندرګي کې ۸ تنه پناه غوښتونکي مړه شوي


لږ تر لږه اته پناه غوښتونکي هغه وخت مړه او په لسګونه نور وژغورل شول چې کښتۍ يې د ليبيا سواحلو ته نږدې په مديترانې سمندرګي کې نسکوره شوه.

په اسپانيا کې دېره د پناه غوښتونکو د ژغورنې ادارې په ټويټر کې ليکلي، په لسګونه پناه غوښتونکي ښايي پيدا نه‎شي.

د ايټاليا ساحلي ساتونکي وايي، دوى دا کښتۍ پرون سهار تثبيت کړې وه چې تر حد زيات کسان په‌کې سپاره وو، خو دوى او د ايټاليا سمندري ځواک وتوانېدل ٨٤ کسان چې ښايي پناه غوښتونکي به وو، وژغوري.

د ژغورنې يوې بلې ادارې ويلي چې ښايي په پېښه کې ٢٥ کسان مړه شوي وي.

د کډوالو نړيوال سازمان «یام» په حواله، په ٢٠١٧ میلادي کال کې شااوخوا ٣ زره ١١٦ پناه غوښتونکي چې هڅه‌يې کوله له مديترانې سمندرګي واوړي يا مړه شوي يا هم لادرکه شوي دي.

په زرګونه نور توانېدلي ځانونه يونان يا هم ايټاليا ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG