د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وری ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۲۸

سترې محکمې د ناوالني د استېناف د رد لپاره خپله پرېکړه تأیيد کړه


د روسيې سترې محکمې د اپوزيسيون د مشر الکسي ناوالني د استېناف د رد لپاره خپله پرېکړه بيا تأیيد کړه.

ناوالني دا غوښتنه د هغې پرېکړې پرضد سپارلى و چې د روسيې په راتلونکو ټاکنو کې د ده د مخنيوي لپاره شوې ده.

په روسيه کې د جمهوري رياست انتخابات د ٢٠١٨میلادي کال په مارچ مياشت کېږي او ناوالني غواړي د دغو انتخاباتو يو کانديد وي.

محکمې پرون وويل، د ډیسمبر د ۳۰مې نېټې پرېکړه يې لا هم پرځاى ده.

محکمې د انتخاباتو مرکزي کمېسيون د هغه اعلان ملاتړ کړى چې په کې ويل شوي، ناوالني د دغو انتخاباتو پر شرايطو برابر نه‎دى.

ستره محکمه وايي، د انتخاباتو کمېسيون پرېکړه په بشپړ ډول له قانون سره سمه ده.

د ناوالنې مدافع وکيل ويلي، مؤکل به يې اوس د سترې محکمې رياست ته خپل استېناف وړاندې کړي، يا هم که اړتيا وه ښايي خپله دوسيه د اساسي قانون محکمې ته وړاندې کړي.

ناوالنې د اختلاس د يوې قضيې له کبله په راتلونکو ټاکنو له کانديداتورۍ منع شوى دى.

XS
SM
MD
LG