د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۰

جرمني او ترکيې د خپلو اړيکو د ښه کېدو لپاره اقدام وکړ


جرمني او ترکيې د خپلو عالي رتبه ډيپلوماټانو په غونډې سره د خپلو خړو‌پړو اړيکو د ښه کېدو لپاره اقدام وکړ.

خو دواړو لوريو منلې چې لا هم پر ځينو پام‌وړ مسايلو اختلافات شته.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير زیګمار ګابرېل پرون شنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۶» د جرمني په ګسلار ښار کې د خپل ترکي سيال مولود چاووش‌اوغلو هرکلى وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې انقره له اروپا سره تر يو کلنو ترينګلو اړيکو وروسته د خپلو اړيکو د ښه کولو تمه لري.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير زیګمار ګابرېل تر کتنې وروسته خبريالانو ته وويل:

"څرګنده ده چې موږ پر ټولو مسايلو موافقه نه‎کوو. زما په نظر زموږ تاريخي شاليد او زموږ د خلکو غوښتنو ته په کتو مسؤليت لرو چې جوړجاړي ته ورسېږو. د جرمني او ترکيې په اړيکو کې پر ستونزو غلبه مو خپل مسؤليت ګرځولى، څو په راتلونکي کې نور ګډ ټکي هم پيدا کړو چې سره نېږدې کوي مو."

جرمني په ځانګړي ډول په ترکيه کې د ګڼو جرمني يا هم ترکي الاصله جرمني اتباعو پر بندي کېدو خوابدې ده.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش‌اوغلو د دواړو هېوادونو ترمنځ "صادقانه همکاري" مهمه وګڼله، خو تائيد يې کړه چې په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب پر موضوع لا هم اختلافات شته.

XS
SM
MD
LG