د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

عمرخېل: د کندز د ښاروالۍ په عوایدو کې کموالی راغلی


د کندز ښاروال نجیب الله عمرخېل د دغې ادارې په عوايدو کې د کموالي خبر ورکوي او زیاتوي چې په روان مالي کال کې دغې ادارې ته سل میلیونه افغانۍ هدف ټاکل شوی وو، خو د خلکو د همکارۍ د نه شتون له کبله دوی نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې ټاکل شوی هدف نه پوره کوي:

نجیب الله عمرخېل
نجیب الله عمرخېل

"په روان کال کې زموږ عواید ډېر کم دي ځکه خلک د ښاروالۍ د پاکولو او صفايي پیسې نه ورکوي، خو کچېرې خلکو د پاکولو او صفايي پیسې په وخت سره ورکړي وای، نو ښايي موږ به سل میلیونه افغانۍ راټولي کړي وای، خو موږ په مالي کال کې یوازې ۴۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي."

د هغه په خبره چې د ښاروالۍ عوايد د کورونو د پاکولو، د منډوي ګانو د اجارې، د نفتي توکو د خرڅلاو ټکس او په داسې نورو برخو پورې تړلي دي.

ښاغلي عمرخېل زياته کړه چې په روان کال کې دوی لسګونه پروژې د ښاروالۍ له پراختيايي بودجې او د مرسته کوونکو موسیسو په مرسته په دغه ولايت کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.

بل خوا د دغه ولایت ښاريان بیا وايي چې کندز له نسبتاً لويو ښارونو څخه شمېرل کېږي، خو تر اوسه پورې د وسايطو پارکينګ او د کورنيو لپاره د تفریح مناسب ځايونه نه لري.

د نوموړي ښار یوه تن اوسېدونکي خوشحال خان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"پوليس او ټرافيک هر وخت د ښار دننه د خلکو وسايط درېدو ته نه پرېږدي، دا فکر ورسره نه شته چې خلک موټر چېرته ودروي، ښاروالۍ د وسايطو کوم پارکينګ هم نه لري، هسې پیسې بې ځاي بې ځایه لګوي بیا وايي چې زموږ عواید کم شوي دي."

د دغه ولایت ښاروال په داسې حال کې د خپلو عوایدو د کموالي خبره کوي چې ځینې خلک بیا په دې اداره کې د فساد د زیاتوالي خبره هم کوي.

د کندز ښار یوه تن اوسېدونکي سربلند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ښاروالۍ له خوا پر یوشمېر پروژو ډېرې پیسې لګول شوي دي، خو د پروژ کار د قناعت وړ نه دي، موږ له دولت څخه غواړو چې د ښاروالۍ په اداره کې وړ کسان پر دندو وګماري څو په سمه توګه د دولت عواید راټول کړي او په مناسبو ځایونو کې مصرف کړي."

خو بیا د دې ولایت ښاروال په نوموړې اداره کې د فساد شتون ردوي او زیاتوي چې د دې ادارې عوايد د خلکو له غوښتونو سره سم په مناسبو ځايونو کې لګول کېږي.

د کندز د ښاروال د خبرو پر بنسټ چې دوی پلان لري په راتلونکي کال کې په دغه ولایت کې ماسټر پلان پلې کړي او ترڅنګ یې یوشمېر نورې پروژې هم ترلاس لاندې لري چې په پلې کولو سره به یې په بېلابېلو برخو کې د دې ولایت د خلکو ستونزې ورسره هوارې شي.

د کندز ښار
د کندز ښار

خو د دې ولایت خلک وايي چې د کورنیو عوایدو زیاتوالی او په سمه توګه د عوایدو لاسته راوړل د افغانستان د دولت یوازینۍ هېله ګڼل کېږي،خو په پراخه کچه ادارې فساد او په ځینو ځایونو کې د زورواکانو شتون د دی سبب شوی، څو کورني عواید څنګه چې لازمه ده ترلاسه نشي او په دې توګه دولتي چارې تراوسه پر بهرنیو مرستو پر مخ ځي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG