د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۰

د مالیاتو راټولو په اړه د عامه پوهاوي د کمپاین اوونۍ پیل شوه


خصوصي سکټور او خلکو ته د مالیاتو د راټولو په اړه د عامه پوهاوي د کمپاین اوونۍ پیل شوه

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کمپاین کې خصوصي سکټور او خلکو ته د مالیاتو د اهمیت، اصولو، جرایمو او قوانینو په اړه پوهاوی ورکول کېږي.

ښاغلی پسرلی وايي، اوس مهال زیات خلک د مالیاتو له لوړوالي شکایت لري، نوموړی له حکومته غواړي چې د مالیاتو کچه را ټېټه او هم اصولو ورته اسانه کړي.

د مالیاتو د راټولو په اړه دغه کمپاین د مالیې وزارت له خوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG