د جوزجان پولیسو پنځه تنه قاچاق وړونکي د ۲۷۱ کېلو ګرامه تاریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د دې ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي نشهيي مواد په دوو کرولا موتړو کې ځای پر ځای شوي او قاچاق وړونکو غوښتل چې فاریاب او هرات ولایتونو تهیې قاچاق کړي چې پولیسو ونیول.
ښاغلي جوزجاني زیاته کړه چې له نیول شوي تورن کسان دا مهال د عدلي او قضايي مرکز لهخوا تر څېړنو لاندې دي.
د جوزجان د امنیتي چاروکو په خبره، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه د مخدره موادو د قاچاق په تور ۴۰ تنه نیول شوي چې له دوی څخه شااوخوا درې زره کېلو ګرامه مخدره مواد هم ترلاسه شوي دي.