د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۰۰

د کونړ مرستیال والي نبي احمدي له خپلې کورنۍ سره یوځای شو


د کونړ مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي له بنده ازاد او جلال اباد کې خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

د احمدي زوی احسان الله نن جمعه سهار ازادي راډیو ته یوازې همدومره وویل چې پلار يې تېره شپه ۱۱ بجې کور ته رسېدلی دی.

هغه دا ونه ویل چې پلار یی چېرته او چا بندي کړی و.

د یادونې وړ ده چې قاضي محمد نبي احمدي شااوخوا درې میاشتې وړاندې پېښور ته د درملنې لپاره تللی و، هلته په ډبګرۍ کې نیول شوی و او ویل کېدل چې د پاکستان حکومت نیولی و.

XS
SM
MD
LG