د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

یاماموتو: د کابل د پروسې غونډه به سولې ته یو نوی فرصت برابر کړي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وايي، هیله لري چې په را روانه فبروري میاشت کې د کابل د پروسې غونډه به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو نوی فرصت رامنځ ته کړي.

یاماموتو پرون پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰»د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې دا چانس باید له لاسه ونه وځي او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې هر راز همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو

​یاماموتو زیاته کړه:

"موږ د سولې پر هڅو تمرکز ته اړتیا وینو. ملګري ملتونه د دې موضوع له رابرسېره کولو نیولې د منځګړیتوب لپاره د دفترونو تر کارولو پورې هر کار ته چې څه په وس یې پوره وي چمتو دي."

ښاغلي یاماموتو یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سیاسي حل په مقصد د سولې خبرو ته خپله لېوالتیا په ډاګه څرګنده او خبرې پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه، دی هیله من دی چې افغان حکومت به هم د کابل د پروسې په غونډه کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې په برخه کې خپل ستراتیژیک دریځ او تصور وړاندې او له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه به وکړي.

یاماموتو وویل چې په سیمه کې د افغانستان د سولې په اړه د زیاتېدونکو سلا مشورو هرکلی کوي او زیاته یې کړه اوس د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو پر اهمیت پوه شوي خو ده دا یادونه هم وکړه چې په دې برخه کې هر راز سیمه ییزه اجماع باید د سولې پر یوې روښانه پالیسۍ ولاړه وي او ځکه د ده په وینا د کابل د پروسې په غونډه کې د افغان حکومت طرح خورا مهمه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي زیاته کړه چې افغان حکومت او نړیوال متحدان یې باید پر دې تمرکز وکړي چې په افغانستان کې تشدد به څنګه راکموي؟

XS
SM
MD
LG