د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

د تکواندو افغان لوبډلې د هند په نړیوالو سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ


د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د هند د نړیوالو سیالیو په پینځم پړوا کې دوهم مقام خپل کړ.

د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د تکواندو د لویانو او ځوانانو لوبډلې ترڅنګ، د تکواندو د هوايي ځواک لوبدلې هم ګډون کړی و.

ښاغلی پیمان وایي چې د هېواد د تکواندو ۱۶ کسېزې لوبډلې ۱۲ د سرو زرو او څلور د سپینو زرو مډالونه واخيستل.

دغه سیالۍ د هندوستان په کوربه توب پیل شوې وې.

XS
SM
MD
LG