د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

د غزني د اندړو پولیس: شپه او ورځ کچالو خورو، امتیازات مو چارواکي جېبو ته اچوي


د غزني ولایت ملي پولیس وايي، شپه او ورځ يې پر ځان یوه کړې، خو د دوی په نوم راغلي امتیازات يې لوړ پوړي چارواکي جېبونو ته اچوي.

دغه خبرې د دغه ولایت د اندړ ولسوالۍ ځايي ملي پولیسو د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» ازادي راډيو ته د ټیلیفون پر کرښه وکړې، دوی ادعا کوي چې له تېرو ۶ میاشتو راهیسې اعاشه، جامه د سون توکي او دې ته ورته نور هغه چې دوی اړ دي، نه‎دي ورکول شوي.

دغه سرتیري له دولته غوښتنه لري چې خپل حقوق ورکړي او هغه کسان چې د دوی پر حقونه سترګې پټوي قانوني چلند ورسره وکړي.

د دغه ولایت د اندړ ولسواليو ۲ ملي پولیس چې نه يې غوښتل نومونه يې واخېستل شي، ازادي راډيو ته وویل:

"تاسو ته معلومه ده چې پولیسو ته په ژمي کې جامې ورکول کېږي او دغه راز پولیسو ته د بوټونو رنګ، وریژي، د غاښو برس، غوښې، غوړي او لوبیا ورکول کېږي، خو له بده مرغه موږ هېڅ نه لرو، شپه او ورځ کچالو خورو.

-موږ ته اعاشه نه راکول کېږي، زه د غزني ولایت د امنیه قوماندان څخه غوښتنه کوم چې د اندړو ولسواليو ټولو پولیسو ته د ژمي لپاره جامې ورکړي، دلته ډېر زیات یخ دی، موږ لپاره دې خوراکي او غېرې خوراکي توکي را واستوي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پوځي کارپوهانو ویلي چې پولیس ځکه پر وسله‎والو طالبانو مرمۍ او مهمات پلوري چې دولت دوی ته خپل ټاکلي حقوق نه ورکوي او که ورکوي یې هم هغه د زورواکو جېبونو ته لوېږي.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ځايي مسؤلین د پولیسو دغه ادعاوې ناسمې بولي او وايي چې دوی پر وخت او زمان ټولو پولیسو ته خپل معاشونه او اعاشه ورکړې او دغه راز يې د ژمي لپاره جامې او هغه نور څه چې دوی ورته ضرورت لري رسولي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد زمان ازادي راډيو ته وویل:

"زه د پولیسو دغه خبرې په کلکه ردوم، موږ ټول پولیسو ته پر وخت هغه څه چې دوی ته دولت ورکړي، ورکوو او بل دا چې تېره ورځ اندړ ولسوالۍ ته زموږ پلاوی تللی و او هلته د پولیسو سره یې نېږدې کتلي، نو دوی هغوی ته ولې نه دي ویلي."

د یادونې وړ ده چې نه یوازې په غزني ولایت کې پولیس له دغه ډول ستونزو سرټکوي بلکې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو هم پولیسو ورته شکایتونه کړي دي.

راپور: شریف الله شرافت- غزني

XS
SM
MD
LG