د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

عمران خان وایي، د ده پر ضد دعوه پخواني صدراعظم نوازشریف جوړه کړې


د پاکستان سترې محکمې نن هغه هڅې شنډې کړې چې د عمران خان د سلب صلاحیت کولو لپاره پیل شوي.

د پاکستان د سترې محکمې درې کسیز قضايي هیئت نن جمعه وویل، داسې شواهد او اسناد یې نه دي موندلي چې عمران خان به له قانون څخه سرغړونه کړې وي، خو سترې محکمې په عین حال کې د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون ته سپارښتنه وکړه چې په دې اړه څېړنه وکړي چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان ګوند له بهره مالي مرسته ترلاسه کوي کنه.

عمران خان په دې قضیه کې د خپلې شتمنۍ په پټولو، په بهر کې د کاروبار په لرلو او د داسې ګوند په مشرۍ تورن دی چې له بهره مالي مرسته ترلاسه کوي.

قضايي هیئت په نننۍ غونډه کې جهانګیر ترین چې د خان ډېر نېږدې همکار دی، د پارلمان د غړي په توګه د فساد په قضیه کې سلب صلاحیت کړ .

که پر عمران خان دا جرم ثابت شوی وای، نو ممکنه وه چې په دولتي څوکیو له کارکولو، د ۲۰۱۸ میلادي کال په پارلماني انتخاباتو کې له ګډون او په ملي اسمبلۍ کې له غړیتوب څخه محروم شي.

په دې صورت کې عمران خان د تحریک انصاف پاکستان د ګوند مشري هم له لاسه ورکوله.

د پاکستان د کرکټ نامتو ستوري عمران خان د محکمې د حکم له اعلان وروسته په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ده پرضد دا دعوه پخواني صدراعظم نوازشریف جوړه کړې ده.

عمران خان
عمران خان

نوموړي زیاته کړه:

"زما دوسیه یو کال په ستره محکمه کې وڅېړل شوه، دا دوسیه چا جوړه کړې وه؟ دا د مخدره موادو یوه پلورونکي جوړه کړې وه چې په خپله دوسیه لري، نوازشریف له دې چې بل څوک یې پیدا نه کړل، نو د هغه چا پر خلاف یې صورت دعوا جوړه کړه چې هېڅکله یې هم دولتي دنده نه ده لرلې، کرکټ یې کړی، حلالې پیسې یې ترلاسه کړې، حرامې پیسې یې نه دي ګټلي او ټول پاکستان یې له ځان سره ملګری کړی دی."

د عمران خان پرضد په محکمه کې صورت دعوا د ۲۰۱۶ میلادي کال په نوامبر میاشت کې د پخواني صدراعظم نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند جوړه کړې وه.

په خپله نوازشریف په جولای میاشت کې په بهر کې د خپلو شتمنیو د پټولو په تور محاکمه او د صدراعظم له څوکۍ څخه بې صلاحیته کړای شو، خو ښاغلي شریف د هرراز غیرقانوني کارونو تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG