د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ، د انتخاباتي کمېسیونونو او راتلونکو انتخاباتو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې د سر په مطلب کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په حواله لیکلي، ولسمشر غني غواړي خپل ځانته یو نېږدې کس د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په توګه معرفي کړي.

په مطلب کې د سرچینې په حواله راغلي، نادر نادري او عبدالله احمدزی تر اوسه له احتمالي کاندیدانو دي.

د ورځپاڼې په خبره، د ولسي جرګې یو غړی علي اکبر قاسمي جمهور خبري اژانس ته ویلي، که ولسمشر خپل د اعتماد وړ شخص دغه کمېسیون ته معرفي کړي، د افغانستان خلک به په کمېسیون خپل اعتبار بایلي.

نوموړي ویلي، ولسمشر ځکه له دغو دوو کسانو یو تن د انتخاباتو د کمېسیون د رئیس په توګه معرفي کوي چې دوی د ولسمشر له خوښې پرته هېڅ پرېکړه نه کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د انتخاباتو په بې برې توب او شفافیت ټینګار کړی چې کمېسیونونه باید د دوی په چارو کې چاته د لاس وهنې اجازه ورنه کړي.

په مطلب کې راغلي چې عبدالله په دې اړه په کابل کې په یوې غونډه کې خبرې کړي او ویلي یې دي چې اوسمهال د انتخاباتو په اړه بې باورۍ او بې تفاوتۍ موجودې دي، خو باید دوام پیدا نه کړي.

اجرائیه رئیس دا هم ویلي چې د انتخاباتو نوی قانون ډېر ښه دی، خو په دغه قانون کې ګوندونو ته سهم ورکول نه دي شامل چې په خبره یې دا یوه تشه ده او یو شمېر کړیو د یادې موضوع په قومي کولو سره دا فرصت له منځه یوړو.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د پخواني رئیس فضل احمد معنوي څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، حکومت د انتخاباتو لپاره هېڅ کومه اراده نه لري.

په مطلب کې راغلي، معنوي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم بې واکه ګڼلی او ويلي یې دي چې د دغه کمېسیون موجوده غړي لازمه وړتیا نه لري.

د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې نړیواله ټولنه د دې پلوي ده چې انتخابات په را روان کال کې تر سره شي، خو په خبره یې، زموږ وړاندیز دا دی، که چېرې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات هم د ۱۳۹۳ کال د انتخاباتو په شان تر سره کېږي، له جوړولو یې نه جوړول ښه دي.

XS
SM
MD
LG