د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶

اسرائیلي ځواکونو ۴ فلسطینیان ووژل او ۱۶۰ نور يې ټپیان کړل


د امریکا د ولسمشر له خوا بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توګه تر اعلانولو وروسته، په منځني ختیځ کې د مظاهرو او تاوتریخوالي تازه څپه پورته شوې ده.

روغتیايي سرچینې وايي، اسرائیلي ځواکونو پرون جمعه په غزه او لوېدیځه غاړه کې څلور فلسطینیان ووژل او ۱۵۰ نور يې ټپیان کړل.

د تاوتریخوالي دا تازه څپه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توګه تر اعلانولو وروسته پورته شوې ده.

راپورونه وايي چې د جمعې په ورځ له غزې تراړې سره پر پوله زرګونو فلسطینیانو د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې پر ضد د مظاهرې په ترڅ کې پر اسرائیلي ځواکونو د ډبرو ګوزارونه وکړل او د اسرائیلي سرتېرو له خوا په ډزو کې بیا دوه مظاهره کونکي مړه او یو نیم سل نور ژوبل شول.

په همدې حال کې په لوېدیځه غاړه اسرائیلي سرتېرو د فلسطینیانو د مظاهرې د خورولو لپاره ډزې وکړې چې دوه تنه يې ووژل.

پر فلسطینیانو سربېره اسلامي او عربي هېوادونو او د امریکا اروپايي متحدانو د اسرائیل د پایتخت په توګه د بیت المقدس د پېژندلو په اړه، د ولسمشر ټرمپ پر پرېکړه انتقادونه کړي دي.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دا پرېکړه به د منځني ختیځ د سولې پروسه لا نوره هم پېچلې او د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ به نور زیات کړي .

د فسلطینې ادارې مشر ویلي، امریکا په دې اعلان سره نور د منځني ختیځ د سولې په پروسه کې د منځګړي په توګه رول نشي لوبولای .

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې ویلي چې واشنګټن هم د اسرائیل او هم د فسلطینیانو ترڅنګ ولاړه ده او په سوله ییزه توګه د منځني ختیځ د شخړې د حل پلوي کوي.

اسرائیل او فلسطینیان دواړه د بیت المقدس د ملکیت ادعا کوي او د اسرائیل د پایتخت په توګه د دې ښار اعلانول د امریکا د لسګونو کلونو په تګلاره کې یو ستر بدلون بلل شوی دی.

متحده ایالاتو تر دې مخکې ټینګار کاوه چې د بیت المقدس ښار راتلونکی باید د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د خبرو اترو په پروسه کې وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG