د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

رادمنش: افغان هوایي او ځمکني ځواکونه په امریکایي وسلو او الوتکو سمبالېږي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ځمکني ځواکونه او هوايي قطعات پر امریکايي وسلو او الوتکو سمبالېږي او دا اکمالات له افغانستان سره د متحده ایالاتو د پوځي مرستو له مخې کېږي.

دغه وزارت وايي، امریکا د افغان ځواکونو د وسلو او الوتکو د قراردادونو تمویلوونکی دی او د دواړو خواو ترمنځ د همکاریو پر اساس، افغان ځواکونه په ټولو برخو کې په امریکايې وسلو او تجهیزاتو سمبالېږي.

د دفاع د وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ملي اردو په ځمکنۍ برخه او د هوايې پوځ په لیکو کې نور له روسي وسلو کار نه اخلي او د روسي الوتکو ځای امریکايي الوتکې نیسي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش وویل:

"د هغو روسيي وسلو او الوتکو ځای چې د افغانستان په هوايي پوځ کې مخکې اکمال شوي، اوس بلک هاک امریکايي هيليکوپټرونه او هغه الوتکې نیسي چې د امریکا د قراردادونو او له افغانستان سره د مرستو له مخې افغان ځواکونه ته ورکول کېږي."

اخوا د همدغه وزارت ویاند دولت وزیري نن شنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې روسۍ وسلې اوس هم د افغان ځواکونو په لیکو کې شته او کار ترې اخېستل کېږي.

دفاع وزارت په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې روسيې ویلي، امریکا له افغان ځواکونو غوښتي چې روسۍ وسلې او الوتکې کارول بند کړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرون جمعه په مسکو کې وویل چې امریکا غواړي چې افغان ځواکونه د هغو ۵۰ زره میله کلاشنکوفونو او هیلیکوپټرونو پر ځای چې روسيې افغان پوځ ته ورکړي، امریکايي ټوپک، ماشیندارې او الوتکې واخلي.

بلک هاک هیلیکوپټر
بلک هاک هیلیکوپټر

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دا د امریکا او روسيې ترمنځ موضوع ده او افغان پوځ دې ته په پام چې د وسلو او مهماتو قراردادونه يې امریکا تمویلوي، ځمکني او هوايي قطعات په امریکايي وسلو او الوتکو تجهیزوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، امریکا افغان پوځ ته تر اوسه یو شمېر سوپر ټکانو جنګي الوتکې، پوځي ټرانسپورتي طیارې او بلک هاک هیلیکوپټرونه ورکړي دي .

د دفاع وزارت په وینا، تر۲۰۲۰ میلادي کال پورې به افغان هوايي ځواک شااوخوا ۱۶۰ بلک هاک هیلیکوپټرونه ولري او د دې هیلیکوپټرونو لپاره افغان پیلوټان دا مهال په متحده ایالاتو کې روزنه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG