فورسز:
له هغه افغان ترجمان سره د يوه جنایتکار غوندي چلند کېږي چې د برتانيې د پوځ لپاره يې ځان په خطر کې واچاوه.
دا د فورسز خپرونې د يوې مقالې عنوان دی.
په مقاله کې راغلي چې حفيظ الله حسين خېل په افغانستان کې له امریکايي او برتانوي ځواکونو سره د څلورو کلونو دندې پر مهال سخت ټپي شوی و.
مقاله ليکي، دې ترجمان ويلي چې په داسې حال کې چې په برتانيه کې د پناه غوښتلو لپاره هڅې کوي، د جنايتکار غوندې چلند ورسره کېږي.
د حسین خېل مدافع وکيلان هڅې کوي چې د ده قضیې ته بیا وکتل شي او ورته په برتانيه کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.
حسين خېل خپرونې ته ويلي، د دوی د ځواکونو د امنيت لپاره مې خپل ژوند په خطر کې واچاوه او دوی له ما سره د یوه جنايتکار او حیوان غوندې چلند کوي.
ده ويلي، ما کورنۍ، هېواد او هر څه له لاسه ورکړل چې دلته راشم او ښه ژوند پيل کړم او دا د دوی چلند دی چې له ما سره يې کوي.
د فورسز خپرونې په وينا، کله چې د حسين خېل د پناه غوښتنه د برتانيې د کورنيو چارو وزارت تر کتنې لاندې وه، دی د دوو کلونو په اوږدو کې په درېیو توقيف ځايونو کې ساتل شوی او په لاسو کې يې لاسبندي ور اچول شوي او د جنايتکارانو تر څنګ ساتل شوی دی.
حسين خېل وايي، دغه وزارت غواړي، دی اتریش ته ولېږي، دی له افغانستانه تر تېښتې وروسته لومړی اتريش ته تللی و.
اتريش د حسین خېل د پناه غوښتنه رد کړه او دی برتانيې ته ولاړ.
د امریکا د لرغون پوهنې انسټيټيوټ:
د امریکا د لرغون پوهنې انسټيټیوټ د تجارتي سټلايټ له لارې انځورونو اخيستلو، د امريکا حکومت او بې پيلوټه الوتکو ته پام کړی دی.
خپرونه لیکي، د ساینس مجلې د يوه راپور پر اساس، څېړونکي له دې انځورونو څخه په افغانستان کې د لرغونو ځایونو د لټون لپاره استفاده کوي.
د افغانستان د کلتوري ميراث د سيمو نقشه اخيستونکي ټيم کار، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په مالي مرسته پر مخ ځي او په افغانستان کې يې تر څلور زره او پنځه سوه زیات لرغوني ځايونه ثبت کړي دي.
د دې ټيم د غړو ۱۱۹ کاروان سرايونه پېژندلي چې لرغونوالی یې ۱۶مې پېړۍ او د ۱۷مې پېړۍ لومړيو ته رسېږي.