د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

اریوبي: تر ۲ کالونو به په مخابراتي سکټور کې شااوخوا ۲ میلیارده ډالره پانګونه وشي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له تېرې څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې د مخابراتو په سکټور کې درې میلیارده ډالره پانګونه شوې او دغه کچه به تر راتلونکو دوو کالونو پورې پنځو میلیاردو ته ورسېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۳» په کابل کې د ډيجيټل بازار موندنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، ډېر ژر به افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نوري فایبر د کېبل له لارې ونښلول شي.

د ښاغلي اریوبي په خبره د دغه کېبل له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان په نښلېدو سره به انټرنټي خدمتونه پراخ او قیمتونه به‌یې راکم شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

دی وايي:

"د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونه به د فایبر نوري کېبل له لارې له افغانستان سره وصل شي او دغه‌شان موږ غواړو د واخان له لارې له چین نه هم د فایبر نوري یو کېبل راتېر کړو چې دا به افغانستان ته ډېره ګټه ورسوي، انټرنټي خدمتونه به تېز او قیمتونه به‌یې راکم شي."

ډېر ژر به افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نوري فایبر د کېبل له لارې ونښلول شي.

ښاغلي اریوبي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ډیجیټل کاسا په نوم د هغې پروژې چارې هم پیل شي چې د برېښنايي حکومتوالۍ پیل ته زمینه برابروي.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له‎مخې دا مهال اته میلیونه افغانان انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی لري او د افغانستان ۹۰ سلنه خاوره تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلې ده.

د افغانستان د مخابراتو وزارت تر دې پخوا هم د انټرنټي خدمتونو د قیمتونو د راټیټېدو په برخه کې ژمنه کړې، خو لا هم په دې اړه انتقادونه موجود دي.

په کابل کې د ډیجیټل بازار موندنې د غونډې ګډونوالو دا ټینګار درلود چې د انټرنټي خدمتونو په ارزانه کېدلو سره به افغان سوداګر د انلاین بازار موندنې له لارې خپله سوداګري پراخه او دغه‌شان افغان سوداګرو مېرمنو ته به د کار او سوداګریزې راکړې ورکړې خوندي چاپېریال برابر شي.

پسرلی: که انلاین سوداګري عامه شي نو صادراتو به ۳۰ سلنه لوړ شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د انټرنټي خدمتونو لوړ قیمت د اندېښنې وړ بولي.

د دغې خونې سوداګریز مرستیال یونس مومند د ډیجیټل بازار موندنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل:

"په افغانستان کې انټرنټ ډېر قیمته دی، نو ځکه خو ډېری خلک انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی نه‎لري. که غواړئ چې خلک معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولري باید انټرنټي خدمات ارزانه شي."

خو نوموړی ډېر هیله‎مند نه‎دی چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وشي، ځکه په خبره‌یې چارواکو په تېره کې هم په څو ځلي دا شان ژمنې کړي، خو عملي کړې یې نه‎دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG