د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

حنا رباني کر: طالبان د پاکستان په جېب کې نه‌دي


امريکايي او افغان چارواکي وايي، پاکستان په افغانستان کې طالبانو سره مرسته کوي.

اسلام‌اباد دا تورونه ردوي، خو دريځ لري چې کولای شي د سولې په مذاکراتو کې د خپل وس مطابق همکاري وکړي.

د دواړو هېوادونو د اړيکو او طالبانو سره روغې جوړې لپاره د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې، حنا رباني کر سره مرکه کړې.

پوښتنه: پاکستان څنګه د افغانستان سره خپلې اړيکې ښې کولای شي؟

حنا رباني کر: په پاکستان کې د مسلم لېګ "ن" حکمران ګوند له لومړي سره دا تأثر ورکړ چې له چين بغير، ټول ګاونډيان زموږ دښمنان دي.

هند خو پخوانی دښمن دی. کابل‌يې هم دښمن کړ. ايران سره ډېره دوستي نه‌شته. يوازې چين دوست ګڼل ښه ستراتېژي نه‌ده. افغانستان سره اړيکې بايد مخامخ جوړې شي.

د واشنګټن له لارې بايد ورته رانه‌شو. موږ واشنګټن سره اړيکو ته هم د کابل سره د تعلقاتو له مخې ګورو.

دا هغه څه دي چې اوس بېرته پر موږ راګرځي او خرابه اغېزه کوي. د پاکستان اوسنی حکومت پر پېښو د غبرګون ښودلو، بهرنۍ پالېسي پر مخ بيايي. په تياره کې لاس وهي.

که طالبان د پاکستان تر کنټرول لاندې وی نو د خپل حکومت پر مهال به‌یې ډيورند کرښه راسره منلې وی. ډيورند کرښه عملاً يو سرحد دی، خو موږ ولسمشر کرزي ته ويلي وو که‌يې تاسې همداسې متنازعه پرېږدئ نو موږ ته پرې څه اعتراض نه‌شته.

پوښتنه: خو ايا ستاسې د پيپلز ګوند د حکومت په وخت کې هم همدا حالت نه‌وو؟ هغه وخت خو هم له پاکستانه ګاونډيان خوشاله نه‌وو؟

حنا رباني کر: موږ د خپل حکومت پر مهال پالېسي درلوده چې پاکستان بايد د ګاونډيانو سره داسې اړيکې ولري چې شااوخوا مو د دښمنانو پر ځای دوستان وي.

موږ د سيمې هېوادونو ته ډېر سفرونه درلودل.

موږ تل ويل چې د يو هېواد سره د اړيکو جوړولو لپاره د بل هېواد سره بايد اړيکې پرې نه‌شي.

پوښتنه: خو افغان او امريکايي چارواکي وايي، پاکستان بايد د وسله‌والو له ملاتړه لاس واخلي او طالبان د سولې خبرو ته په حاضرولو سره د سيمې امن لپاره خپل ښه نېت وښي؟

حنا رباني کر: لومړی بايد نړۍ پر دې پوهه شي چې طالبان د پاکستان په جېب کې نه‌دي.

که داسې وی، نو پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر مهال ډيورند کرښه رسمي کړې وه.

په بهر او پاکستان کې ډېر خلک دا غلط باور لري چې طالبان زموږ موسيقۍ ته ناڅي. خو پاکستان پر دوی يو څه اثر لري.

اسلام‌اباد کې بهرنۍ پالېسۍ جوړونکي ګڼي چې د همکارۍ لپاره بايد وخت مناسب وي، خو زه وايم چې دا وخت ښايي لا واردمخه تېر شوی وي. که يو څه کولای شو بايد ويې کړو ځکه چې د هرې ورځې په تېرېدو سره حالات نور خرابېږي.

پوښتنه: تاسې وويل چې که پاکستان پر طالبانو کنټرول درلودای نو د هغوی د حکومت پر مهال به‌يې پرې ډيورند کرښه رسمي کړې وه.

افغانستان دا کرښه نړېواله پوله نه‌مني. نو ايا دا اوس چې کومه جګړه روانه ده، دا له دې وجې ده چې افغانستان ډيورند کرښه نه‌مني؟

حنا رباني کر: نه، بېخي نه! نه‌غواړم چې زما خبرې غلطې تعبير شي. هغه ما يو مثال ورکړ چې ثابته کړم چې که خلک فکر کوي چې طالبان د پاکستان خواږه دوستان يا ساتونکي دي نو زه وايم چې داسې نه‌ده.

ما دا يوازې مثال ورکړ چې ډيورند کرښه د پاکستان لپاره له اوږده مهاله يوه موضوع ده.

فکر کوم دا يوه سمه هيله ده. ګوره، د هند سره موږ د کشمېر مسئله لرو. ډيورند کرښه هغې مسلې ته نه‌رسي. دا ډېره د حل وړ ده.

۲۰۱۲: حنا رباني کر د خپل افغان سيال زلمي رسول سره
۲۰۱۲: حنا رباني کر د خپل افغان سيال زلمي رسول سره

د تېر افغان ولسمشر، حامد کرزي سره هم موږ دا خبره کړې وه. هغه ته مو ويلي وو چې که ته غواړئ دا مسئله همداسې بې‌حله پاتې شي نو سمه ده.

موږ دې سره څه ستونزه نه‌لرو. دا بايد د پاکستان خلاف ونه‌کارول شي. هر هېواد غواړي چې داسې متنازعه مسايلو ته حل راووځي.

موږ دا کار د اعتماد سازۍ لپاره غوښت. داسې نه‌ده چې ډيورند کرښه د پولې په توګه فعاليت نه‌لري. لا واردمخه د پولې په توګه کارېږي. خو که تاسې غواړئ چې همداسې وي نو سمه ده. پاکستان له دې څه لاسته راوړنه نه‌کوي.

پوښتنه: افغان حکومت غواړي چې طالبان د سياسي بهير او بيا د حکومت برخه شي. نو ايا د اړيکو ښه کولو لپاره داسې نه‌شي کېدای چې پاکستان د افغانستان غوښتنې ومني او طالبان مذاکراتو ته حاضر کړي؟

حنا رباني کر: بدبختانه، د طالبانو په مسئله کې امريکا او افغانستان هم خپل کار سم نه‌دی کړی. د طالبانو سره مذاکرات بايد داسې نه‌وي چې هسې په خوله ووايي. بايد دوی په څرګنده ويلی وی چې طالبانو سره مذاکرات کوو، خو دا او هغه به ورته ورکړو. مطلب مې دا دی چې ټول تور پر پاکستان لګول د امريکا او افغانستان لپاره ډېر ارام کار دی چې کوي یې!

زه دا وايم چې کله افغانان د طالبانو سره مذاکراتو ته کېني نو دوی ځان سره څه راوړي؟ زه د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه په دې هر څه کې وم او اوس هم هر څه له نږدي څارم. زما همېشنی احساس دا دی چې افغانانو وسله‌والو سره د سياسي روغې جوړې تګلاره سمه پر مخ نه‌ده وړې. يو طالبانو سره د مذاکراتو خبره ده او بل په دې مذاکراتو کې د عملي وړاندیزونو ورکول دي. دا نه‌دي شوي.

XS
SM
MD
LG