د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

نیوزویک: داعش ډله به په ۲۰۱۸ کال کې چېرته وي؟


دوو لوېدیځو ورځپاڼو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان د پارلماني انتخاباتو په اړه مطالب لیکلي دي.

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې یوه پوښتنه مطرح کړې چې ایا افغانستان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې انتخابات ترسره کولای شي؟

د خپرونې په خبره د جولای د اوومې انتخابات به د اوسني پارلمان د یوې پنځه کلنې کاري دورې تر پای ته رسېدو درې کاله وروسته ترسره شي.

ډیپلومات خپرونې ویلي، کېدای شي د ملي شورا انتخابات په ټاکلې نېټه ترسره نه‌شي.

خپرونې له تخنیکي او امنیتي ستونزو یادونه کړې چې کولای شي د انتخاباتو مخه ډب کړي.

په دې مقاله کې راغلي راتلونکی دوبی د افغانستان پارلماني انتخابات ممکن نه‌ښکاري او په دې سره به د افغانستان د نوې ډموکراسۍ انځور لا پسې تت کړي.

افغانستان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې انتخابات ترسره کولای شي؟
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان په انتخاباتو یوه مقاله لیکلې چې په خبره‌یې لانجو د افغانستان انتخابات له ګواښ سره مخ کړي.

ایا په رښتیا د دغه هېواد ډموکراسي له ګواښ سره مخ ده؟ دا هغه پوښتنه ده چې واشنګټن پوسټ مطرح کړې ده.

د واشنګټن پوسټ په خبره د انتخاباتو تابیا قومي تعصبونو، تخنیکي ستونزو، نامعلوم ځنډ او د سیاستوالو دریځونو تر خپل سیوري او اغېز لاندې راوستې.

ورځپاڼې دا خبره هم راخیستې چې که انتخابات ترسره نه‌شي اکثر افغانان اندېښنه لري چې د دغه هېواد د نوې ډموکراسۍ بنسټ او نړیوال ملاتړ به له ګواښ سره مخ شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر صدیق صدیقي خبرې راخیستي چې ویلي یې دي، انتخابات به دا ځل ډېر ستونزمن وي، خو باید ترسره شي.

د ښاغلي صدیقي په خبره د لویې جرګې لپاره شرایط اماده نه‌دي او ننګونې شته، خو د انتخاباتو ترسره کول په نوي افغانستان کې د خلکو غوښتنه ده.

  • نیوزویک

نیوزویک مجلې یو مطلب خپور کړی او پوښتنه‌یې کړې چې داعش ډله به په ۲۰۱۸ کال کې چېرته وي؟

مجلې د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي خبرې راخیستې دي چې په عراق او سوریه کې د داعش د ماتې په دوام اوس د افغانستان او پاکستان نوبت دی.

د ايران د استخباراتو وزير محمود علوي په تهران کې يوې وروستۍ غونډې ته ويلي، هېواد يې له سوريې، عراق او لبنان څخه د داعش د افراطي وسله‌والو له ايستلو سره مرسته کوي.

ښاغلي علوي ويلي، پر ځينو سيمو د داعش ډلې کنټرول ختم شوى، خو بيا يې هم خپله وسله نه‌ده سپارلې او اوس غواړي، په افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا کې د پښې ټينګولو ځاى پيدا کړي.

نيوزويک مجلې د افغانستان د دفاع وزارت د وياند دولت وزيري خبرو ته اشاره کړې چې يوې ايرانۍ رسنۍ ته‌يې ويلي، د افراطي وسله‌والو په وړاندې د مبارزې او د هغوى د ځپلو لپاره د ايران د همکارۍ غوښتنه به وکړي.

د مجلې په ليکنه، بله ستونزه دا ده چې ايران او امريکا د داعش په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډې وجهې په لرلو سره، په دې برخه کې هېڅکله د يو بل ملاتړ نه‌دى کړى.

نيوزويک مجلې زياته کړې، د امريکا متحده ايالات او ايران تل پر يوه او بل د وضعيت د خرابۍ تور لګولى، په داسې حال کې چې د مجلې په حواله کولاى‌يې شوى د افراطيت خطر محدود کړي او ويې ځپي.

XS
SM
MD
LG