د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

ویسا: د نشه‌یي توکو پر کارخانو د امریکا هوایي حملې له قطره تنظیمېږي


د کابل چاپ ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د داعش حضور او فعالیتونو او د نشه یي توکو د تولید پر کارخانو د امریکا په هوایي حملو بحثونه کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د داعش په وړاندې د عراق او سوریي د حکومتونو د بریاوو اعلان ته په کتو په یو تحلیلي مطلب کې لیکلي دي چې که څه هم داعش په عراق او سوریه کې ماتې خوړلې، خو د یوې ترهګرۍ ډلې په توګه له منځه نه ده تللی.

ورځپاڼه لیکي:

داعش په عراق او سوریه کې خپلې جبهې پرې ایښي دي او اوس یې افغانستان ته مخه کړې، څو دلته خپله درېیمه جبهه پرانېږي.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو نړیوالو خبري اژانسونو راپورونو ته په اشارې لیکلي دي چې له عراق او سوریې د داعش جګړه ماران چې په کې فرانسویان او د نورو لویدیځو هېوادونو اوسیدونکي شامل دي، د افغانستان شمال ته رارسیدلي دي.

ورځپاڼې افغانستان ته د داعش د جګړه مارانو راماتېدلو په اړه دا اندیښنه څرګنده کړې ده چې افغانستان به عملاً د امریکا، روسیې او ایران ترمنځ د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د افغانستان په شمال کې د ځینو سیمه ییزو چارواکو په حواله لیکلي دي چې یو شمېر فرانسویان او الجزایري وګړي له تاجکستان څخه افغانستان ته راغلي او بیا په جوزجان کې هغو سیمو ته تللي چې د داعش تر کنټرول لاندې دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا لومړی ځل دی چې د افغان او نړیوالو سرچینو له خوا په افغاستان کې د داعش په لیکو کې د فرانسوي وګړو حضور تائیدېږي.

د ورځپاڼې په وینا دغه فرانسویان او الجزایري وګړي په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې وروسته افغانستان ته راغلي دي، څو دلته موجود د داعش له غړو سره یوځای شي.

ورځپاڼې وړاندې د درزاب ولسوالۍ د ځینو اوسیدونکو په حواله لیکلي دي چې شاوخوا ۲۰۰ بهرنیو جګړه مارانو د بي بي مریم له کلي څخه د څو سووه مټره لېرې ځآن ته یو کمپ جوړ کړی دی.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا د افغانستان په شمال کې د داعش جنګیالیو د فعالیتونو پراخېدو ته په اشارې د دفاع وزارت د چارواکو په حواله لیکلي دي چې ډېر ژر به په دغو سیمو کې د داعش پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د دفاع وزارت په شمال کې د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبره داسې مهال کوي چې په هېواد کې د داعش جګړه مارانو د شمېر زیاتېدلو او په تېره بیا په هغو کې د فرانسوي او الجزایري وګړو موجودیت پراخې اندیښنې زیږولي دي.

د نشه‌یي توکو د تولید پر کارخانو د امریکا هوایي حملې د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې په هلمند کې د نشه یي توکو پر کارخانو د امریکا هوایي حملې له قطره تنظیمېږي.

ورځپاڼې وړاندې د دغو حملو د یوه تنظیم په حواله لیکلي دي چې لسګونه ساعته وخت نیسي، څو د نشه یي توکو پر کارخانو یوه حمله ترسره شي او هغه له منځه یوړلی شي.

ورځپاڼه په دې اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو تفصیلي راپور په استناد لیکلي دي چې دا حملې چې اوس یې بڼه بدله شوې او اکثره د شپې له خوا ترسره کېږي، د مؤثقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تنظمېږي.

  • مسیر

خو مسیر ورځپاڼې بیا په دې اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې په هلمند کې د طالبانو تر ټولو ستر مرکزونه او د نشه یي توکو کارخانې موجودې دي، خو حملې پرې له هغه ځآیه تنظمېږي چې طالبان په کې سیاسي دفتر لري.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا غواړي په دغو هوایي حملو سره چې له قطره تنظیمېږي، د طالبانو مالي سرچینې چې تر ډېره د نشه یي توکو له تولیده ترلاسه کېږي وچې کړي.

خو ورځپاڼه لیکي چې سیاسي کتونکي بیا په دې باور دي چې دا حملې به د نشه یي توکو د کرکیلې او تولید امکانات نور هم زیات کړي.

XS
SM
MD
LG