د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

نېکلسن وايي چې د افغانستان د جګړې وضعیت پر يوه حال ولاړ دی


  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال په اچين ولسوالۍ کې د داعش جنګياليو پر وړاندې د افغان او امریکايي ځواکونو د عملیاتو په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې که څه هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي چې د افغانستان د جګړې وضعیت پر يوه حال ولاړ دی، خو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې امريکايي او افغان ځواکونه د خلکو له ځمکو او کلیو د داعش جنګيالیو په ايستلو بوخت دي.

مقاله لیکلي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې داعش جنګياليو په افغانستان کې ځای وموند او د پېښه دره، تختو دره او مومند دره‌يې د خپل خلافت په څانګو بدلول غوښتي.

مقاله زیاتوي، په هغو ځمکو کې اوس جوار او غنم کرل کېږي چې د داعش جنګيالیو تر واک لاندې وې، خو د افغان او امريکايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتيجه کې اوس پر شا تمبېدلي دي.

وال سټريټ ژورنال په دغه مقاله کې ليکي:

د شنبې په ورځ عراق د داعش پر وړاندې بريا اعلان کړه. داعش د درېيو کلونو په موده کې د عراق درېيمه برخه تر خپل کنټرول لاندې کړې وه، خو اوس د عراق ځواکونه له سوريې سره پر پوله سیمې تصفيه کوي او کنټرولوي يې.

مقاله همداراز په افغانستان کې د داعش جنګيالیو ته په اشاره وايي چې اوس دوی له ملکيانو څخه جلا شوي او په غرونو کې بند پاتې دي.

له همدې کبله امریکا پر هغوی هوايي بمبارۍ کولای شي او د ځمکې له لارې افغان ځواکونه له امریکايي سرتېرو سره يوځای په اچين ولسوالۍ کې داعش جنګيالي په نخښه کوي.

د امریکا پوځي څېړونکي وايي، په افغانستان کې شااوخوا ۱۵۰۰ داعش جنګیالي پاتې دي.

مقاله د يوه امریکايي قوماندان له قوله ليکي چې غواړي د هوايي بمباریو په واسطه داعش جنګيالي د ژمي په اوږدو کې په غرونو کې بند کړي.

  • لاس انجلس ټايمز

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د افغان کمانډو ځواکونو په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي:

په داسې حال کې چې افغان سرتېري او پولیس له سخت دريځو سره د جګړې په ډګر کې لاس او ګرېوان دي، د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه د بريا يوه بېلګه ده ځکه همدا ځواکونه دي چې حملو ته لومړی ځواب وايي او ډېری تهاجمي حملې همدوی پر مخ وړي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه په دې مقاله کې زياتوي چې د افغان ځانګړو ځواکونو د پياوړي کولو لپاره د امریکا څلور کلن پلان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پلی کېږي، خو مقاله د امريکا د پوځي اټکلونو له مخې یادونه کوي چې د افغانستان د ۳۳ میليونه نفوس په درېيو کې يوه برخه په داسې سيمو کې اوسي چې يا د طالبانو په کنټرول کې دي او يا هم ورباندې د طالبانو، داعش يا نورو سخت دريځو ډلو له‌خوا د کنټرول لپاره جګړه روانه ده.

مقاله لیکي چې د افغان ځانګړو ځواکونو د پياوړتيا څلور کلن پلان به د پوځ، پولیسو او هوايي ځواک شمېر له ۱۹۰۰۰ څخه تر ۳۴۰۰۰ پورې پر زياتولو تمرکز کوي.

مقاله زیاتوي چې په افغانستان کې د جګړې ۱۶ کاله کېږي او امریکا د دې مودې پر مهال د افغان پوځ او پولیسو د روزنې او مجهز کولو په برخه کې ۷۰ میليارده ډالر مصرف کړي دي.

XS
SM
MD
LG