د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۱

مصري لرغون پېژندونکو د ځینو تاریخي اثارو د موندلو اعلان کړی


مصري لرغون پېژندونکو د هغو تاریخي اثارو د موندلو اعلان کړی چې یو لرغونی مومیایي شوی مړی هم پکې شامل دی.

چارواکي وايي چې له دې مومیایي شوي مړي سره یوځای سلګونه مجسمې هم موندل شوې دي.

مصري چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې یو مومیايي شوی مړی چې په غالب ګومان د پخوانۍ زمانې د کوم مهم شخص به وي او څو نور لرغوني اثار یې په اُقصُر ښار کې له دوو لرغونو قبرونو څخه ترلاسه کړي دي.

د نیل سیند پر غاړه پروت اُقصُر د مصر هغه ښار دی چې لرغون پېژندونکو تراوسه ډېرې پراخې څېړنې نه دي پکې کړي.

د مصر د لرغونو اثارو وزارت وايي، د دې لرغونو قبرونو موقعیت د اُقصُر په لوېدیځ ساحل کې په ضراع ابولنَجا هدیره کې دی چې د لومړي ځل لپاره جرمنۍ لرغون پېژندونکې فدریکا کمپ په نوییمو کلونو کې د هغو یادونه کړې وه، خو هېڅکله نه څوک ورغلي وو او نه هلته کیندنې شوې دي.

لرغون پېژندونکو له دې مومیایي شوي مړي سره یوځای له لرګیو جوړ نقابونه او سلګونه مجسمې هم موندلي چې د لرغونو اثارو وزارت وايي، تاریخ یې ښايي د مصر د لرغونو پاچاهانو د ۱۷مې دورې د پای یا د ۱۸مې دورې د پیل زمانې ته رسېږي.

د مصر لرغوني اثار په نړۍ کې بېساری شهرت لري او د همدې اثارو له وجې هرکال خورا زیات سیلانیان دې هېواد ته سفر کوي.

د مصر د لرغونو اثارو وزارت هیله لري چې نوي موندل شوي اثار

به د دې هېواد د تورېزم له صنعت سره چې په عربي نړۍ کې له ولسي پاڅونونو وروسته سخت زیانمن شوی، مرسته وکړي.

مصر لومړنی عربي هېواد و چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ولسي پاڅونونه یا د عرب د پسرلي په نوم غورځنګ پکې پیل شو او ولسمشر حسنی مبارک د همدې پاڅون په پای کې له واکه لېرې شو، خو له دې سره سره په دې هېواد کې سیاسي کړکېچ تراوسه پای ته نه دی رسېدلی.

دې پاڅون د مصر اقتصاد چې د تر ډېره د تورېزم پر عوایدو ولاړ و، سخت زیانمن کړ.

په سپټمبر میاشت کې مصري لرغون پېژندونکو په اُقصُر ښار کې د لرغونې زمانې د یوه مشهور زرګر قبر وموند چې د اټکل له مخې، درې زره کاله مخکې یې ژوند کاوه.

مصري چارواکو وویل، له دې قبر سره یوځای یې څو ښخې شوې مجسمې، مومیايي شوي مړي او ګاڼې هم ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG