لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په دې عنوان یو مطلب خپور کړی چې د فساد ضد یو ځوان پلټونکی په افغانستان کې وژل شوی دی.
د دغه ځوان پلټونکي د خوندي ساتلو لپاره ولې د هغه ادارې چې د امریکا له خوا تقویت شوې کار نه دی کړی؟
د ورځپاڼې په خبره د اکټوبر په پنځلسمه شپه المر حبیب زی چې د فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پلټونکی و له کاره د کور په لور روان و چې د دوو کسانو له خوا پرې برید شوی و.
هغه چې کله د کابل په ختیځ کې خپل کور ته ورسېد نه پوهېده چې دوو کسانو تعقیب کړی دی.
د ۲۲ کلن المر حبیب زي پلار وايي د ډزو له اورېدو وروسته یې لوڅې پښې کوڅې ته ورمنډه کړه.
زوی یې درې ډزه لګېدلی او په ځمکه لوېدلی و.
وژونکي په موټرسایکل باندې له سیمې وتښتېدل.
لاس انجلس ټایمز لیکي د فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د جنايي شبکو او لوړپوړو چارواکو د فساد قضیې څېړي.
د قانون د حاکمیت او د پرمختللیو جرمونو د مخنیوي په خاطر د امریکا له شپاړس کلنو هڅو سره سره لا هم په افغانستان کې فساد دوام لري.
د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د مطلب په اساس تقریباً هرڅوک چې له فساد سره مبارزه کوي د غچ اخیستلو له ګواښ سره مخ وي.
ای ډبلیو پي ار:
ای ډبلیو پي ار انلاین د موټر چلونې د جواز د ترلاسه کولو په برخه کې د فساد په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
د سولې او جګړې د مطالعاتو انسټیټوټ ای ډبلیو پي ار په خپله مقاله کې لیکلي دا ډېره سخته ده چې له پیسو پرته څوک لایسنس واخلي.
ای ډبلیو پي ار انلاین د مقالې لپاره د کابل د شمال ولایتونو د څو تنو اوسېدونکو سره خبرې کړي چې د لایسنس اخیستلو لپاره یې یا په خپله خوښه یا اړ شوي چې رشوت ورکړي.
عزیزالله چې پنځوس کلن دی او د پروان – کاپیسا په لین موټر چلوي ای ډبلیو پي ار ته ویلي چې یوه ورځ یې هم د موټر چلولو روزنه نه ده لیدلې.
هغه ویلي یو شناخته ټرافیک لایسنس د ۴۵ ډالرو په بدل کې ان تر کوره ورته ورساوه.
په مقاله کې همداراز د عبدالجبار سالنګي په نوم د یوه بل دېرش کلن ځوان خبرې راخیستل شوي دي.
هغه ویلي سره له دې چې یوه میاشت یې د لایسنس اخیستلو لپاره صبر کړی خو هیڅکله به چاته رشوت ورنه کړي چې لایسنس ترلاسه کړي.
د افغانستان په لویو لارو او ښارونو کې د ټرافیکي پېښو په نتیجه کې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دغو اکثرو پېښو عوامل په رشوت د لایسنسونو ویش او د ډریورانو بې پامی ښودل شوی دی.
د سولې او جګړې انسټیټوټ ای ډبلیو پي ار د پروان د ټرافیکو مدیر محراب الدین په حواله ویلي چې په دغه ولایت کې ټرافیک د لایسنس په خاطر له چا رشوت نه اخلي.
په مقاله کې د پروان امنیه قوماندان زمان مموزي خبرې هم راخیستل شوي چې وايي، ده ته ګڼ شکایتونه رسېدلي چې ټرافیک رشوت اخلي، خو له چا سره شواهد نشته چې په مټ یې د فساد عاملین څارنوالۍ ته وپېژندل شي.
صفي الله ستانکزی