د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د کرلېنګ افغان ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه


د افغانستان کرلېنګ ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان کرلېنګ ملي لوبډله به په خپل لنډ تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د روسیې په کوربه‌توب د ۲۰۱۸ کال کرلېنګ لوبو نړیوال جام «ډبل مېکس» سیالیو کې برخه واخلي.

د افغان کرلېنګ فدراسیون مشر او د المپيک ملي کمېټې ویاند منور شهزاد ویلي، د کرلېنګ نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د روسیې په سوچي ښار کې ترسره شي.

کرلېنګ المپیکي لوبه ده چې افغانستان ته نوې راغلې، که څه هم دا ورزش په افغانستان او سیمه کې سابقه نه‎لري، خو په کابل کې یې مینه‎وال پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG