د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۲

روسیه وايي د المپیک نړیوالې کمېټې پرېکړه څېړي


د روسيې د ولسمشر وياند وايي، کرملېن به د المپيک نړيوالې کمېټې هغه پرېکړه وڅېړي چې د ٢٠١٨ میلادي کال په ژمنيو سياليو کې يې د روسيې مخه نيسي.

د کرملېن وياند دمیتري پسکوف نن په يوه کنفرانس کې خبريالانو ته وويل:

"موږ بايد احساسات يوې خوا ته پرېږدو او تر کوم اقدام مخکې د المپيک نړيوالې کمېټې د پرېکړې په اړه يوه جدي ارزونه پيل کړو."

د المپيک نړيوالې کمېټې پرون وويل، روسيه‌يې د المپيک په راتلونکو ژمنيو سياليو کې منع کړې ده.

دغه اداره وايي، دا پرېکړه‌يې وروسته له هغې وکړه چې د دې ادارې د ډوپېنګ ضد سيستم کې د بې‌سابقه لاسوهنو اسناد وموندل شول.

دغه ژمنۍ مسابقې به په جنوبي کوريا کې وشي.

خو روسي ورزشکاران په انفرادي ډول کولاى شي له روسيې د المپيک په سياليو کې برخه واخلي هغه هم په دې شرط چې يقيني شي دوى کوم وخت ډوپېنګ نه‌دى کړى، يعنې قوت بخښونکي درمل‌يې نه‌دي کارولي.

XS
SM
MD
LG