د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

ویسا: ازبکستان ته د افغان ولسمشر سفر ازبکستاني مقاماتو تاریخي بللی


د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې زیاتره بحثونه ازبکستان ته د ولسمشر غني د وروستي سفر په لړ کې د یو شمېر تړونونو د لاسلیکېدو او له ترهګرو سره د پاکستان د مرستو دوام ته ځانګړي دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي چې ۲۰۱۸ میلادي کال به د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو له پلوه مهم کال وي.

په مطلب کې وړاندې راغلي افغان ولسمشر چې تېره ورځ‌يې د ازبکستان په مرکز تاشکند کې د دې هېواد له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په یوه ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او په ۲۰۱۸ میلادي کال‌يې د دې اړیکو د لاپراختیا او د همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

ورځپاڼې لیکلي:

په دې ناسته کې افغان چارواکو له ازبکستاني مقاماتو سره د سوداګرۍ، ټرانزیت، امنیت، اقتصاد، ګمرکونو، روغتیا، لوړو زده‌کړو او یو شمېر نورو برخو کې د همکاریو ۲۱ تړونونه لاسلیک کړل.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې یاده موضوع راخیستې او لیکلي دي چې ازبکستان ته د افغان ولسمشر دا سفر ازبکستاني مقاماتو تاریخي بللی دی.

ورځپاڼې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له قوله لیکلي چې د افغان ولسمشر دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیت او سوداګرۍ په برخه کې اړیکې لا پراخې کړي.

ورځپاڼه لیکي:

اوس‌مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي او هڅه کېږي چې یو میلیارد ډالرو ته ورسول شي.

۲۰۱۸ به د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو له پلوه مهم وي.

ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې بیا پاکستان تر اوسه د ترورېستانو له ملاتړه لاس نه‌دی اخیستی تر عنوان لاندې په سرمقاله کې کښلي چې پاکستان له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي او نړیواله ټولنه هم د دغو اعمالو شاهده ده.

د سرمقاله لیکونکي په خبره په تېرو څو کلونو کې زرګونه ترورېستان د پاکستان له خاورې افغانستان ته راغلي او له افغانانو یې ګڼې قربانۍ اخیستي، خو پاکستان بیا هېڅکله دغه خبره نه‌ده منلې.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې که څه هم د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ تر عنوان وروسته واشنګټن په تُنده ژبه له اسلام‌اباده وغوښتل چې په خپل هېواد کې د ترورېستانو د مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره اقدامات وکړي، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

د سرمقاله لیکونکي په خبره یو دلیل چې ښايي پاکستان نه‌غواړي د افغانستان په چارو کې رښتینې همکاري وکړي د کابل او نوې ډېلي نږدې کېدل دي، خو افغانان به هېڅکله پاکستان ته تسلیم نه‌شي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې پاکستان ته د امریکا د دفاع د وزیر د وروستي سفر په اړه په خپور کړي یو مطلب کې لیکلي چې جېمز مټېس د دې سفر په لړ کې د ترورېزم پر ضد د پاکستان قرباني تائید کړې، خو ټینګار يې کړی چې پاکستان له امریکا او نورو سره په ګډو هڅو په افغانستان کې د سولې د امکاناتو په برابرولو کې حیاتي ارزښت لوبولی شي.

ورځپاڼې د واشنګټن پوسټ په حواله لیکلي چې ښاغلي مټېس د پاکستان جګپوړو پوځي چارواکو ته ویلي چې د هغو سخت دریځو مخه ونیسي او پټنځایونه‌يې وتړي چې له پاکستانه په افغانستان او نورو هېوادونو کې ترورېستي حملې کوي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې دا خبرې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت امریکايي قوماندان ویلي و چې د ولسمشر ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلانېدو وروسته لا هم پاکستان په خپله پالېسۍ کې تغییر نه‌دی راوستی او اوس هم له ترورېستانو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG