د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

افغان لامبوزن عباس کریمي مکسیکو کې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ


افغان لوبغاړي عباس کریمي د مکسیکو د لامبو وهنې په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان د لامبوهنې د فدراسیون رئیس قاسم حمیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي کریمي پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» د ۵۰ متر واټن په وهلو سره دوهم مقام خپل کړ.

ښاغلی حمیدي وایي، عباس کریمي به سبا چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۵» د فري سټایل په ۵۰ متر واټن کې هم له خپلو سیالانو سره لوبه وکړي.

دغه سیالۍ د مکسیکو په کوربه‌توب ترسره کېږي.

۱۸ کلن کریمي اوس‌مهال په امریکا کې ژوند کوي چې له ۱۴ کلنۍ څخه‌یې د لامبو وهنې ورزش ته لار پیدا کړه.

نوموړی څو-څو ځله د افغانستان، ترکیې او امریکا د لامبووهنې په سیالیو کې د اتلولۍ مقام ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG