- د سولې انسټيټیوټ
په امریکا کې د سولې انسټټیوټ "د افغانستان په انتخاباتو کې درغلۍ" تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړې ده.
په دې مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې پر انتخاباتي بهير د خلکو اعتماد کم شوی دی.
د بيلګې په توګه په دې مقاله کې ويل شوي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته د رأيې ورکوونکو د نوم لیکنې کارتونو شمېر تر ۲۳ میلیونو ورسېد، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ۳۰ میلیونه نفوس یوازې نيمايي کسان د رأيې ورکولو قانوني عمر لري.
لیکوال د رأيې ورکولو د بهير د ښېګڼې لپاره يو شمېر وړانديزونه کړي دي.
د بايومټریک د حللارو بيا کتنه، د ګوتو ډيجيټل چاپونه او ډيجيټل عکسونه، د سترګو سکن او د انتخاباتو په ورځ د نهتشخیصېدونکو ګوتو د چاپونو لپاره ځانګړی څار.
- ډیپلومات
ډیپلوماټ ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه مقاله خپره کړې ده.
د دې مقالې ليکوال داسې عنوان ورکړی، د افغانستان پارلماني انتخابات ترټل، خو د لوی تصوير له لاسه ورکول.
ليکوال مقاله په دې پوښتنې پیل کړې ده چې اوسمهال د ټولو توجه افغانستان ته اوښتې، ايا افغانستان کولای شي پر خپلو ژمنو ودرېږي؟
د افغانستان پارلماني انتخابات ترټل، خو د لوی تصوير له لاسه ورکول.
حکومت ژمنه کړې ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات به چې اوس ټاکل شوې ده، د ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای مياشتې په اوومه نېټه وشي، په خپلواکه او منصفانه توګه وشي.
د ليکوال په باور د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر اوسني نواقصو تمرکز د دې ستونزې خطر زياتوي چې د انتخاباتو اړوندو له لویو ستونزو د چا پام واوړي.
لیکوال وايي، د انتخاباتو د نېټې نږدېوالي ته په کتو د انتخاباتو د سيستم جوړولو لپاره جدي بحث ته اړتیا ده.
په مقاله کې د نه انتقالېدونکي یوې رأيې سيستم چې شعار يې دی، یو فرد، يوه رأيه، انتقاد شوی دی.
د لیکوال په باور دا سیستم ځينې ستونزې لري.
لومړی دا چې دا سيستم نوماندانو ته اجازه ورکوي چې د لږو رأيو په توپير سره بريالي شي او دوهم دا چې د سياسي ګوندونو مخه نيسي.