د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي وايي د پخواني حکومت د چارواکو په ګډون له ټولو افغان سیاستوالو غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې له هغو څرګندونو ډډه وکړي، کومې چې ملي ګټې زیانمنوي.
د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۲» د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل، ټول سیاستوال باید د قانون په چوکاټ کې خپل نظرونه مطرح کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"هر څوک چې وي باید د خپلو صلاحیتونو او د قانون په چوکاټ کې خبرې وکړي او په اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې او د نورو مواردو په اړه له خبرو ډډه وکړي او حتی که چېرې دوی له امنیتي سکټور څخه وي او دا ډول څرګندونې مطرح کوي، دا به له انصاف څخه لیرې وي."
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې ارین یون وايي، په اوسنیو شرایطو کې د پخواني حکومت د چارواکو لهخوا د تېرو ستونزو مطرح کول، ممکن هېواد له کړکېچ سره مخ کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبیل څو ورځې مخکې له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په تېرو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي.
د نوموړي په وینا د ۱۳۹۳ لمریز کال د انتخاباتو د جعلي کارټونو ماشینونه د وزیر اکبر خان په سیمه کې د هغه چا په کور کې ځای پر ځای شوي و چې د ښاغلي نبیل په خبره اوس هم د ملي وحدت په حکومت کې کار کوي.
رحمتالله نبیل دغهشان ادعا کړې ده چې د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جعلي ډالر کارول شوي او یو شمېر کسانو ته لا له وړاندې د تړونونو د ورکړې ژمنې شوې وې.
خو د ولسي جرګې بل غړی عارف رحماني بیا د دغې جرګې د دوهم مرستیال برعکس نظر لري وايي، دا ډول څرګندونې په راتلونکي کې د عامه ذهنونو د روښانتیا لپاره ګټورې تمامېدای شي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا ډول څرګندونې د خلکو د ویښتیا او د هغو پروګرامونو د افشا لپاره چې د پردې تر شا دي ګټورې دي، خو دا هغه وخت چې دا ډول افشاګریانې مستندې وي."
له دې وړاندې د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د سوداګرۍ او صنایع پخواني وزیر انوارالحق احدي د ملي وحدت حکومت پر پروګرامونو انتقادونه کړي و.
ښاغلي احدي ویلي و، د ملي وحدت حکومت تش په نوم حکومت دی، د نوموړي په وینا دغه حکومت باید خپل ځای هغه حکومت ته پرېږدي چې د اساسي قانون او د انتخاباتو له لارې رامنځته شوی وي.
په ورته وخت کې د چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم په اوسنیو شرایطو کې د پخوانیو ستونزو یادونه مناسب کار نهګڼي.
د دغو کارپوهانو له ډلې حاجي سید داوود په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په سیاست کې موږ باید د راتلونکي په لور ولاړ شو او د راتلونکي په اړه فکر وکړو، نه د خپلو ګټو لپاره. تر کومه چې موږ په واک کې یو هر څه ته ښه وایو، خو کله چې بېواکه شو، بیا سیاسي کس هم کېږو او تېرو مسایلو ته لمن وهو. زه فکر کوم چې دا به د هېواد ملي ګټو لپاره په ګټه نهوي."
ښاغلی داود ټینګار کوي چې د پخواني حکومت چارواکي د مخالفو څرګندونو پر ځای باید یو بل ته لاس ورکړي او له هغو فرصتونو چې اوسنی حکومتیې په مخ کې لري، د خپل هېواد ملي ګټو او راتلونکي لپاره هلې ځلې وکړي.
راپور: رحمتالله افغان