د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

چارواکي: د کونړ امنیتي ځواکونو د پاکستاني پوځيانو پر پوستو حمله کړې


افغان پوځیانو پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځيانو د حملو په غبرګون کې د پاکستاني پوځیانو پر څو امنیتي پوستو حمله کړې ده.

د کونړ امنیه قوماندان جمعه‌ګل همت نن سې شنبه مازیګر په دغه ولایت کې رسنیو ته وویل چې د افغان پوځیانو په حمله کې پاکستانۍ ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

د کونړ امنیه قوماندان همدارنګه ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني پوځيان د کونړ په جګړه کې د افغان دولت له وسله‌والو مخالفینو سره عملاً مرسته کوي.

د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا چې کونړ ولایت ته تللی له سیمې نه د امنیتي چارواکو په حواله وايي چې د وروستۍ یوې اوونۍ په جریان کې د پاکستاني ملېشو له‌خوا زر راکټونه د کونړ پر ځينو سیمو توغول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څو کلونو راپه دې‌خوا د پاکستاني ملېشو له‌خوا د ډیورند کرښې له هغې غاړې د کونړ پر ځينو سیمو په وقفه‌يي ډول راکټونه راتوغول کېږي.

د راکټي حملو له امله د چارواکو د معلوماتو له مخې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زرګونه کورنۍ یې له خپلې سیمې پرېښودو ته اړ ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG