د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

طهماسي: چابهار بندر تر کراچۍ او بندر عباس لنډه او ارزانه لاره ده


د افغانستان د ترانسپورټ وزارت سرپرست وايي، د کراچۍ او بندر عباس په پرتله د چابهار بندر د افغان سوداګرو لپاره ارزانه او لنډه لاره ده.

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت سرپرست وايي، اوس افغان سوداګر کولای شي د چابهار بندر له لارې له منځنۍ اسیا، اروپا او امریکا ته خپل مالونه صادر کړي.

حمید طهماسي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم۳۰» په کابل کې خبریالانو ته وویل دغه لاره د کراچۍ او بندر عباس په پرتله د افغان سوداګرو لپاره ارزانه او لنډه ده او افغان سوداګرو ته په‌کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

طهماسي: په دغه لار کې د افغان سوداګرو لپاره اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي.
طهماسي: په دغه لار کې د افغان سوداګرو لپاره اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کراچۍ او بندر عباس په پرتله د چا بهار بندر لاره د صادراتو او وارداتو لپاره بهتره او ارزانه ده، دغه بندر افغان سوداګرو ته دا فرصت برابروي چې خپل سوداګریز مالونه په سلو کې ۲۰ فیصده ژر او همدا شان هر کانټینر له ۵۰۰ تر زر ډالرو په ارزانه بیه انتقال کړي."

د چابهار بندر د جوړېدو چارې شااوخوا یو نیم کال وړاندې د هند ایران او افغانستان د حکومتونو له لوري پيل شوې چې تېره اوونۍ د دغه بندر له لارې په لومړي ځل له هنده افغانستان ته ۲۷۶ ټنه غنم صادر شول.

ښاغلی طهماسي وايي، له پاکستان سره‌یې ټرانزیتي او ټرانسپورتي ستونزې لا پر ځای دي او افغان حکومت هڅه کوي چې له ترکمنستان او ازبکستان سره د ټرانسپورت او ټرانزیت په برخه کې دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوهان که څه هم چابهار د کراچۍ او بندر عباس د لارې بدیل بولي، خو وايي ځکه زیات ګټور نه‌دی چې واک‌یې د بل چا په لاس کې دی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر ازادي راډيو ته وویل د افغانستان او ایران ترمنځ سیاسي ستونزو ته په کتو امکان لري ایران هم هغه موقف غوره کړي لکه چې اوس پاکستان غوره کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"دا درسته ده چې د چابهار یوه بدیله لاره ده، خو بشپړ بدیل نه‌شي کېدای، که څه هم موږ له پاکستان او ایران سره ټرانزیتي حقوقي ستونزې نه‌لرو، خو هغه سیاسي ستونزې چې افغانستان‌یې له دواړو هېوادونو سره لري، نو ممکنه ده چې بیا هم ورته ستونزې پیدا شي او ایران هغه موقف غوره کړي، لکه څنګه چې اوس پاکستان غوره کړی."

طهماسي: اوس پاکستاني موټر یوازې سوداګریز مالونه تر تورخم او سپین بولدک پورې راوړلای شي.
طهماسي: اوس پاکستاني موټر یوازې سوداګریز مالونه تر تورخم او سپین بولدک پورې راوړلای شي.

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي چې د ولسمشر د حکم پر اساس افغان حکومت د پاکستان د حکومت پر وړاندې ورته غبرګون ښودلی او اوس پاکستاني موټر یوازې سوداګریز مالونه تر تورخم او سپین بولدک پورې راوړلی شي.

ښاغلی اکبر ټینګار کوي چې افغان حکومت او د پاکستان حکومت دې په خپلو کې ټرانسپورتي او ټرانزیتي ستونزې حل کړي، څو په سیمه کې د سوداګرۍ د غوړېدو لپاره لاره هواره شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG