افغان چارواکي وايي، د کندهار په ژېړۍ او میوند ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او مخامخ جګړه کې ۵۵ وسلهوال وژل شوي، ۵ نیول شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا په یاد شویو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد دغه عملیات او جګړه اوس پای ته رسېدلې.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستيال ویاند مطيعالله هلال وایي، د هوايي ځواکونو ملي اردو پوليسو او عامه نظم پوليسو تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ د کلاښامير او جګروم په سيمو کې د وسلهوالو پر ضد پراخ پوځي عمليات ترسره کړي چې په پايله کې يې ۳۰ وسلهوال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
هلال وایي، د ميوند ولسوالۍ د "سنګ بر" په سیمه کې هم تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي چې پنځه وسلهوال پهکې ژوندي نيول شوي دي.
افغان ځواکونو پنځه وسلهوال ژوندي نيولي.
دی وايي:
"په عملیاتو کې ۳۰ وسلهوال وژل شوي، د ټپیانو دقیقه شمېره نهده معلومه، خو زیات شمېر نور ټپیان شوي هم دي."
د پولیسو مرستیال ویاند وايي، د ژېړۍ ولسوالۍ په قاري سلیم کارېز کې د امنیتي ځواکونو د جلا عملیاتو پر مهال وسلهوالو د امنیتي ځواکونو سره درې ساعته جګړه کړې چې پر مهاليې ۲۵ وسلهوال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
چارواکي: په کندهار کې د طالبانو په حمله کې ۴۵ طالبان او ۲۲ پولیس وژل شوي
د پوليسو د ویاند په خبره په دې عملياتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان نهدی اوښتی او ګڼ مهمات او نقليه وسایطیې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
د دولت وسلهوالو مخالفینو تر اوسه په ژېړۍ او ميوند ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د دغو عملياتو او جګړې په تړاو تبصره نهده کړې.
یوه اوونۍ مخکې وسلهوالو طالبانو پر یوه وخت په دغو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر ۱۶ پوستو په حمله کې ۲۲ پولیس ووژل او لس نور يې ټپیان کړل.
راپور: محمد صادق رښتینی