د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

پوتین اسد ته: اوس سیاسي خبرې مهمې دي او جګړه پای ته په رسېدو ده


ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل
ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل

روسیه او سوریه چې د سوریې د مخالفینو د ځپلو په هدف عملیات مخ ته وړي اوس د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي حل‎لارې په لټه کې دي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هغه ناسته کې چې د روسیې ټلوېزیون خپره کړه، خپل سوري سیال بشارالاسد ته وویل چې اوس سیاسي خبرې مهمې دي او جګړه پای ته په رسېدو ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

پوتین وویل:

"هغه «د سوریې ولسمشر بشارالاسد» پوهېږي او له مانه‌یې په خبرو کې هم مننه وکړه چې د روسي ځواکونو په هڅو د سوریې دولت خوندي دی. په سوریه کې د ثبات د راوستلو لپاره ډېر څه شوي او هیله ده، نږدې راتلونکي کې موږ په سوریه کې د ترورېزم ضد جګړې ته د پای ټکی کېږدو."

پوتین له هغه څه دوه کاله وروسته د سوریې له ولسمشر سره وکتل چې روسیې په سوریه کې د حکومت په ملاتړ پوځي عملیات پيل کړل.

دوی تېر وار په مسکو کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اکټوبر په ۲۰مه یوازې څو اوونۍ وروسته له هغه سره وکتل چې روسي پوځیانو په سوریه کې عملیات پيل کړل.

هغه وخت سوري ځواکونه د مخالفینو په ځپلو کې کمزوري وو.

د روسیې د پوځي عملیاتو په خاصه توګه هوايي بمباریو په نتیجه کې د سوریې د کورنۍ جګړې د ګټلو تله د بشار الاسد په خوا درنه شوه.

د سوریي جمهور رئیس بشارالاسد هم وویل چې په سوریه کې شرایط د سیاسي خبرو لپاره برابر شوي او په دغو خبرو کې د بهرنیو هېوادونو د نه‌مداخلې د یقیني کولو لپاره د روسیې همکاري اړینه ده.

د سوریي جمهور رئیس بشارالاسد
د سوریي جمهور رئیس بشارالاسد

بشار الاسد د دې لپاره چې ځواکونه‌یې د روسي پوځیانو په مټ د دولت په ساتلو بریالي شول له روسیې مننه وکړه.

تمه ده، د دې خبرو په دوام سبا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران او ترکیې له مشرانو سره هم د سوریې د کړکېچ د هواري او سولې پر سر خبرې وکړي.

ولادیمیر پوتین وویل، دا خبرې به وروسته له لوېدیځو مشرانو او د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره هم تعقیب کړي.

ترکیه د سوریې د رژیم له مخالفینو ملاتړ کوي، خو ایران او روسیه بیا د سوریې د رژیم تر شا ولاړ دي.

ایران د شیعه ملېشو او سپاه پاسداران په استولو په ځمکنیو عملیاتو کې د سوریې ملا تړلې ده، خو د هوايي عملیاتو ډېر مسؤلیت د روسي ځواکونو په غاړه دی.

ترکیه د سوریې د رژیم له مخالفینو ملاتړ کوي.

سوري ځواکونو تازه د ابو کمال کلی هم چې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې وروستی پتڼ‎ځای بلل کېده د روسیې د هوايي بمباریو په مټ ونیوه.

د سوريې په کورنۍ جګړه کې چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په مارچ کې پیل شوه، د راپورونو پر اساس شااوخوا څلور لکه کسان وژل شوي او میلیونونه نور سوريایان بې‌کوره کړای شوي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG