د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

۶ پیلوټانو د بلک هاک پوځي هلیکوپټرو په برخه کې روزنیزه دوره پای ته ورسوله


د افغانستان په جنوب کې د هوايي ځواک شپږو پیلوټانو د بلک هاک پوځي هلیکوپټرو په برخه کې درې میاشتنۍ روزنیزه دوره پای ته ورسوله او د فراغت سندونه‌يې ترلاسه کړل.

د پیلوټانو د فراغت په دغو مراسمو کې چارواکو وویل، په عملياتي برخه کې تر پخوا پياوړي شوي او د پرمختللو وسايلو په ترلاسه کولو يې وسله‎والو ته ماته ورکړې.

د بلک هاک هلیکوپټرو په برخه کې دغه ۶ پیلوټانو ته د کندهار په پوځي هوايي ډګر کې روزنه ورکول شوې وه.

په جنوب کې د هوايي ځواک قوماندان جنرال عبدالرازق شیرزی وايي، اوس‌يې د هوايي ځواک اړتياوې پوره شوي، خو پرسونل‌يې يوازې په روزنيزه برخه کې زده‎کړو ته اړتیا لري.

د شیرزي په خبره، د بهرنيو ځواکونو په همکاري يې هوايي ځواک پياوړی ساتلی او پر اساس‌يې په سيمه کې مخالفين ځپلي دي.

جنرال عبدالرازق شیرزی وايي، اوس‌يې د هوايي ځواک اړتياوې پوره شوي.
جنرال عبدالرازق شیرزی وايي، اوس‌يې د هوايي ځواک اړتياوې پوره شوي.

دی وايي:

"زموږ هوايي قوه چې په تېرو کلونو کې د کورنیو او بهرنیو جګړو پر اساس صفر درجې ته رسېدلې وه، دا دی کرار کرار پر خپلو پښو درېږې."

د بلک هاک مرسته شویو امریکايي هلیکوپټرو په برخه کې دغه ۶ پیلوټانو ته د درېیو میاشتو په جریان کې عملي او تخنیکي زده‎کړې ورکول شوې دي.

د هوايي ځواک دوو پیلوټانو همایون او غفور ازادي راډیو ته وویل چې دغه ډول روزنیزو پروګرامونه به افغان هوايي ځواک لا پیاوړی کړي.

دوی زیاتوي:

"د وظیفې په جریان کې او همدارنګه په عملي توګه به پیلوټان وکولای شي چې په یوه خوندي فضا کې خپلې دندې سر ته ورسوي، زه ډاډه یم چې موږ به په یوه قوي مورال سره پرته له کومې اندېښنې خپلې دندې د دغه هلیکوپټرو په مرسته ترسره کړو."

"لکه څنګه چې دا الوتکې ډېرې قوي دي او د دې لپاره چې خپل تأثیر وساتي، زموږ د ځمکنیو قواوو د ملاتړ لپاره به ډېرې ګټورې تمامې شي."

۶ پیلوټانو ته نیول شوې د فراغت غونډه
۶ پیلوټانو ته نیول شوې د فراغت غونډه

متحده ایالاتو تر راتلونکو ۷ کلونو پورې له افغان هوايي ځواک سره د ۱۵۹ بلک هاک هلیکوپټرو د مرستې ژمنه کړې ده.

د دې هلیکوپټرو لومړنۍ څلور يې د تېرې اکټوبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د کندهار په هوايي لوا کې افغان هوايي ځواک ته وسپارل شوې.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG