د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

عمراني: روان کال ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰۰ قضيې ثبت شوي


په ننګرهار کې د ښځو چارو ریاست مسؤلین وايي، د ۱۳۹۶ کال په جریان کې تر دې دمه څه د پاسه ۵۰۰ قضيې ثبت شوي چې په خبره‌يې دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله زیاته ده.

د ننګرهار د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶د لړم ۲۹» د ختیځ زون په کچه په هغه غونډه کې وکړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د کمولو په اړه جوړه شوې وه.

نوموړې وويل، په دې قضيو کې زیاتره د کورني تاوتریخوالي او اجباري ودونو قضيې دي.

اغلې عمراني زیاته کړه:

"د ۵۰۰ قضيو ارقام وړاندې کوو چې په دې کې د حقوق بشر، پولیسو او نورو ادارو ارقام شامل دي، زه غواړم چې د کال په اخره کې بیا هم وروستي ارقام شریک کړم او په دې قضيو کې زیاتې قضيې د تاوتریخوالي دي او اجباري ودونو."

عمراني: دې قضيو کې زیاتره د کورني تاوتریخوالي او اجباري ودونو قضيې دي.
عمراني: دې قضيو کې زیاتره د کورني تاوتریخوالي او اجباري ودونو قضيې دي.

انيسه عمراني وایي، دا چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضيې زیاتې ثبت شوي په دې معنی نه‎دي چې د پخوا په پرتله تاوتریخوالی زیات شوی.

عمراني وايي، همدغه تاوتریخوالی پخوا هم موجود و، خو اوس د عدالت غوښتنې په برخه کې د خلکو رسیده‎ګي زیاته شوې ده.

نوموړې وايي:

"هرې ښځې عدالت ته لاسرسی موندلی، اوس د تاوتریخوالو قضيو نه پرده پورته کېږي. پخوا هم تاوتریخوالی و، خو اوس رسیده‎ګي ورته زیاته ده ځکه ارقام هم زیات شوي دي."

د همدې غونډې یوه برخه‎واله مېرمن برېښنا کوهستانۍ وایي چې لا هم په لیرو پرتو سیمو کې مېرمنې د خپلو حقوقو څخه ناخبره دي.

په لیرو پرتو سیمو کې پدرسالاري زیاته ده.

دا وايي، حکومت ته په‎کار ده چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه په ولسوالیو کې هم ترسره کړي.

نوموړې وايي:

"په لیرو پرتو سیمو کې پدرسالاري زیاته ده، هغه حقوق چې اسلام او قانون ښځو ته ورکړي دي، هغه نه‌ورکول کېږي او هغوی نه‌پوهېږي چې ښځو ته څه حقوق ورکړل شي. زما په نظر که دغه ډول پروګرامونه په ولسوالیو کې جوړ شي تر څو خلک په خپلو حقوقو پوه شي."

په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه داسې مهال د زون په کچه غونډه جوړه شوه چې د ښځو چارو وزارت تازه خپاره شوي ارقام ښيي چې په ټول هېواد کې ۸۷ سلنه ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG