د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې شااوخوا ۱۷۰ پروژې پلې کوي


د افغانستان د ماليې وزارت غواړي چې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت، ۱۷۰ لويې او وړې پروژې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلې کړي.

د دغه وزارت مالي مرستیال خالد پاینده نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» په کابل کې د عامه او خصوصي مشارکت په نوم جوړ شوي ډيالوګ ته وویل، ډېری پانګه‌وال دې ته لېوال دي چې په افغانستان کې د برېښنا او روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلي پاینده وویل:

"په دغو پروژو کې يو شمېر لويې او وړې پروژې شاملې دي چې شمېر یې له ۱۷۰ اوړي چې د پانګه‌والو ډېره لېوالتیا په‌کې د برېښنا او روغتیا سکټور ته ده."

ښاغلی پاینده وايي، د برېښنا په برخه کې د يو شمېر پروژو کارونه وروستي شوي او ډېر ژر به‌یې له یو شمېر شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شي.

د افغانستان د ماليې وزارت په خبره، «پي. پي. پي» يا د عامه او خصوصي مشارکت موضوع په افغانستان کې نوې ده، خو ډېره مهمه او حیاتي ده.

د دوی په خبره، د دغه ډيالوګ له جوړولو هدف په یاده برخه کې، عامه پوهاوی او د نظر تبادلې او بحث ته زمینه برابرول دي.

د ماليې وزارت مرستیال خالد پاینده دغه‌شان وویل، د خصوصي او عامه مشارکت قانون د افغانستان د ملي شورا له‌‌خوا تصویب شوی او هڅه کېږي چې د دغه قانون په رڼا کې اقدامات وشي.

د ماليې وزارت د مسؤلینو په خبره، افغان حکومت اوس‌مهال، د زېربناوو د کمښت، د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د ځنډ او بې‌کیفیته خدمتونو وړاندې کولو سره مخ دی چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې کولای شي چې پر وخت او اغېزمن خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي.

د دوی په خبره، عامه او خصوصي مشارکت په هېواد کې د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو، د کار لپاره د لازمو زمینو د برابرولو، د باکیفیته زېربنایي پروژو د تطبیق، په خصوصي او دولتي برخو کې د پانګونې لپاره د لازمو زمینو برابرول او د ټولنې په وده کې د دولتي او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ لامل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال يونس مومند بیا د عامه او خصوصي مشارکت ډيالوګ ته په خبرو کې له حکومت وغوښتل چې سوداګرو ته د خوندي چاپېریال د رامنځته کولو تر څنګ، د پانګونې لپاره يو لړ نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

ښاغلي مومند زیاته کړه:

"خصوصي سکټور څه ته اړتیا لري، خصوصي سکټور بیروکراسۍ نه په تنګ راغلی. د امنیت له پلوه موږ له ستونزو سره مخ یوو، د انتحاري او نورو بریدونو په اړه موږ څه نه‌وایو، خو هغه کړۍ چې د پولیسو او ملي امنیت په موټرو کې راځي او سوداګر اختطاف کوي، موږ واقعاً په ستونزو کې یوو."

ښاغلی مومند وايي، که د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ په رښتینې توګه مشارکت او همغږي رامنځته شي، نو دواړه لوري به په اقتصادي لحاظ ډېرې ګټې وکړي او خلکو ته به هم معیاري خدمتونه وړاندې شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG