د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

کورنیو چارو وزارت: د برمته بهرنيو استادانو د خوشې کېدو په اړه پرمختګونه شوي


که څه هم په کابل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو له برمته کېدو شاوخوا یو کال تیرېږي، خو د کورنیو چارو وزارت اوس په دغه قضیه کې د پرمختګ خبره کوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د یادو بهرنیو استادانو د خوشې کېدو په اړه په لوړه کچه هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

نوموړی وايي:

"متأسفانه ځینې معلومات چې ډېر محرم دي نه‎شم کولای له تاسو سره یې شریک کړم، خو دومره ویلی شم پرمختګونه شوي دي او په لوړه کچه د دغه استادانو د خوشې کېدو په برخه کې هڅې روانې دي."

ښاغلي دانش په دې اړه نور جزئیات ورنه‎کړل.

شاوخوا یو کال وړاندې په کابل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې یو یې امریکايي او بل یې اسټرالیايي دی په کابل کې د نا معلومو وسله‎والو له لوري برمته شول.

دوه میاشتې وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د یادو دوو بهرنیو استادانو چې له دوی سره دي د یو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

هغه مهال د افغانستان امریکایي پوهنتون له طالبانو غوښتي و چې د دوی استادان خوشې کړي، ځکه د پوهنتون د مسؤلینو په وینا دغه استادان چې یو یې امریکایي او بل یې استرالیایې دی یوازې د تدریس او مرستې لپاره افغانستان ته راغلي وو.

خو اوس-اوس د افغانستان او عراق لپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد بیا ويلي، له یادو دوو استادانو یو یې په پاکستان کې دی.

نوموړي په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي، کیون کنګ په پاکستان کې له حقاني شبکې سره دی، کومه شبکه چې له اسلام‎اباد سره د ښو اړیکو په لرلو تورنه ده.

هڅه مو وکړه چې د ښاغلي خلیلزاد د خبرو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو هغوی په دې اړه د ازادي راډیو برېښنا لیک ځواب نه‎کړ.

اخوا د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي بیا وايي، د دې احتمال ډېر دی چې دغه برمته شوي بهرني استادان په پاکستان کې وي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

​د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، اسلام‎اباد به د یادو استادانو د خلاصون په بدل کې بیا امتیاز طلبي وکړي:

"دوی «پاکستان» تل له بېلابېلو لارو له امریکایانو باج اخېستی او معاملې یې کړي دي، په دې مسئله کې هم غواړي چې د پاکستان په اړه د امریکا او ناټو منفي ذهنیت پر مثبت هغه بدل کړي او معامله وکړي."

د ښاغلي صدیقي په خبره په افغانستان کې د اکثره بهرنیانو په برمته کولو کې هغه کړۍ چې د پاکستان له خوا یې ملاتړ کېږي لاس لري او له ځینو دغو قضیو د پاکستان حکومت ښه ګټه پورته کړې چې څرګنده بېلګه یې په دې وروستیو کې د یوې کاناډايۍ امریکايي جوړې خوشې کېدل دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG