افغان سوک وهونکي یما سعیدي په جرمني کې خپل صربستاني سیال جانکوویچ ته سخته ماته ورکړه.
د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې په دغه سیالۍ کې د حرفهيي سوک وهنې دغه افغان اتل خپل صربستانی سیال د لوبې په لومړي راوونډ کې ناک اوټ کړ.
د ښاغلي شهزاد د معلوماتو له مخې دا د يما سعیدي پرلهپسې ۱۱مه بریا ده چې ۵ يې د ناک اوټ په شکل دي.
ښاغلی سعیدي تر دې مهاله په خپل لوبهیيز ژوند کې هېڅ ماته نهلري.