د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله پاکستان سره مخ کیږي


د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله به نن یکشنبه په فاینل سیالۍ کې د پاکستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ له لوبډلې سره مخامخ شي.

افغانستان او پاکستان د اسیايي کرکټ د نولس کلنو ځوانانو د اتلولۍ د ګټلو لپاره سره مخامخ کېږي.

د اسیايي کرکټ شورا په حواله، د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې تېره اوونۍ د نیپال د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې ته په اوو وېکټونو ماتې ورکړه او له پاکستان سره په فاینل سیالۍ کې ګډون ته یې لار جوړه کړه.

دا سیالۍ د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې روانې دي.

افغانستان د دې ساليو په لړ کې له پاکستان سره په لومړۍ لوبه کې هغوی ته ماته ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG